ملګري ملتونه؛ د هوایي بمباریو له کبله دولسي مرګ ژوبلې کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۴ فرید افغان)
ملګري ملتونه وایي چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ سلنه لوړه شوې ده.
ملګري ملتونه او دبشر حقوقو سازمان د بمباریو په ډیروالي اندیښنه څرګندوي او زیاتوي چې که بمبارۍ همداسې دوام وکړي ښایي لوی زیان به یې هم ولسي افغانانانو ته رسیږي.
د بشري حقوقو د خپلواک کمیسین ویاند بلال صدیقي رسنیو ته ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۸۸۰ ولسي خلک په افغانستان کې د جګړو په ترڅ کې وژل شوي چې له دې جملې ۲۸۰ تنه یواځې په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.
داهغه ارقام دي چې افغان دولت او امریکایي ځواکونو منلي .
تر دې ور اخوا هغه بریدونه چې دطالبانو په نامه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځیدلي له دې شمیرو وتلي دي.
یواځې په تیرو څو ورځو کې د امریکایي ځواکونو له خوا دهلمند په څو ولسوالیو کې د f22 او b52 ډوله لویو الوتکو په مټ سختې بمبارۍ وشوې چې تر ۶۰ ډیر ولسي وګړي چې ښځي ماشومان هم په کې شامل و، ووژل شول .
د بشري حقونو دنړیوال د سازمان مرستیال اندرو پارساو په وینا، ښایي د امریکایانو دا ډول بریدونه افغان ولس ملي پاڅون ته اړ کړي .
نوموړی زیاتوي؛ پر ولسي وګړو بریدونه به د افغانستان د عامو وګړو او امریکايي ځواکونو ترمنځ د واټن د زیاتېدو سبب کېږي او ښایي خپل ملاتړي افغان ځواکونه یې هم پرضد ودریږي.
دروان میلادي کال له پیله د اکټوبر میاشتې تر پایه پورې په امریکا په افغانستان کې ۳۵۵۴ لوی بمونه غورځولي دي چې له امله یې زرګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا شمیرې څرګندوي چې امریکایانو روان کال د تیر ۲۰۱۶ په مقایسه درۍ چنده ډیر بریدونه شوي دي.
ګډحکومت له امریکا سره د شوي امنیتي تړون تر مخه د هیڅ هغه برید چې د دې ځواکونو له لوري په افغان عسکرو یا هم ولسي وګړو شوی وي څیړنه نده کړې او نه یې د غندلو جرئت کړی دی.
آن تر دې چې د ملي دفاع وزارت په ډیرو هغو مواردو کې چې ولسي مرګ ژوبله زیاته وي د برید پړه په خپله غاړه اخیستې او وژل شوي ښځې او ماشومان یې هم وسلوال طالبان بللي دي.



