مصر: د وروستي برید دقربانیانو شمیره لوړه شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۴ فریدافغان)

مصري رسنۍ وایي چې د تیرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۳۵ تنو ته رسیدلی دی.
تیره ورځ د مصر د شمالي سیمې سینا د ‹‹بئرالعابد›› په نامه یوه جومات کې څو وسلوالو بریدګرو هغه مهال ډزې او د لاسي بمونو ګذارونه پیل کړل چې خلک له جومات نه راوتل.
د برید پر مهال په جومات کې ۵۰۰ تنه لمونځ کونکي موجود و چې له ډلې یې ۲۳۵ تنه وژل شوي او ۱۳۰ تنه نور ټپیان دي.
له برید وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د امنیتي ځواکونو بیړنۍ غونډه راوغوښته او ژمنه یې وکړه چې له بریدګرو به غچ اخلي .
د دمصر ‹‹المیادین›› د ورځپاڼې له راپور سره سم د مصر نظامي ځواکونو اوسمهال د سینا په سیمه لوی عملیات پیل کړي دي.
مصري حکومت په هیواد کې درۍ ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button