دوی بې څه نه دي راغلي!

صفي الله “رائد”
که د یرغلګرو تېرو شپاړسو۱۶ کلونو چاپو، بمباریو او ورپسې نورو ظلمونو، وحشتونو ته نظر وکړو!
دوی ته یواځې طالبان مطلوب نه دي او نه خو یواځې د طالب ورکه او وژنه دوی ته ستر هدف ده؛ بلکې دوی ته هغه څوک ډېر مطلوب او هدف دي چې په زړونو کې یې څومره ایمان، صدق او اخلاص زیات وي.
ښکاره خبره ده چې د چاپه زړه کې ایمان، صدق او اخلاص ژوندی وي؛ دهغه په رګونوکې به د جهاد ګرمه وینه غوټې وهي.
چې همدوغوی بیا دکانګریس په لومړیو اهدافو کې راځي او ټارګیټ یې ګرځوي.
هو! همدغه سپېڅلې طبقه یې هدف او همدوی پسې تر دې ځایه راغلي.
یاد خلک بیا یواځې طالبان نه؛ بلکې ګرد غیور ولس په دغسې ایمان رنګین دی او په رګ ـ رګ کې یې جهادي جذبه ژوندۍ او ګړندۍ ده.
کله چې کانګریس ته جوته شوه چې د طالب غورزنګ ترڅنګ، د مؤمن غیور ولس په زړونو کې هم الهي مینې زور اخیستی، الهي قانون یې په زړونو کې داسې ځای موندلی چې وینه یې په مینه ګډه شوې او ان چې دوی همدې وینې شېندلو ته تیار دي.
نو CIAاو یرغلګرو یې، په خپلو شومو اهدافو کې مؤمن ولس او ورسره یې دیني تعلیمي مراکز هم شامل کړل.
دادی دمګړۍ مونږ ددوی دغو شومو پلان شویو، وحشي پېښو شاهدان یو؛
هره ورځ وینو چې د ملکي خلکو کورونه بمبارېږي، ودونه او جنازې یې په نښه کېږي او بل آخره په رنګارنګ ظلمونو وژل کېږي.
او دا د وحشتونو لړۍ ورځ تر بلې لا پسې ګړندۍ کېږي.
خو! کمېږي نه، دریږي نه؛
ځکه هدف یې همدوی او لویه موخه یې همدا ده؛ دوی ورځ تر بلې خپلې موخې ته رسیږي او نېږدې کېږي.
نېږدې هره ورځ مو دسیمې مشران علماکرام، شیخ الحدیثان په نښه کېږي.
په تعلیمي ځایونو ، مدارسو، مساجدو باندې دیو او بل په نوم چاپې وهل کیږي.
په صحي مراکزو: کلینکونو، شفاخانو باندي درنې بمبارۍ کېږي.
په رسنیو کې د اسلام او مسلمان بدنامولو په موخه مکاتبو، لیسو او نورو دعصري علومو مراکزو ته اورونه اچول کېږي، او بلآخره هرڅه یې لوټېږي.
داهر یواځې په یو څو اسلامي هیوادونو کې ترسره کېږي.
هو! هغو هیوادونو کې چې وګړي یې لاهم د یو الله عباد کوي، یو الله ته سر ږدي او یو الله ته سر لګوي. او په لااله الا الله ایمان لري.
او د همدغې سپېڅلې کلیمې تر سیوري لاندې پر امنه او پر سکونه ژوند کول غواړي؛ خو نړیوال کفري طاغوت یې په کرار نه پرېږدي، دوی په خپل قرار نه پرېږدې. یرغلګر او لاسپوڅي یې له دوی امن او قرار اخلي.
له دوی هیلې، ارمانونه وړي، د دوی ژوند پسې راغلي.
له دوی سپېڅلې زندګۍ وړي؛ وحشتونه شیندي، وحشتونه یې راوړي.
خو! د کانګریس غړي دي واوري!!!
تاسو وحشتونه شیندلی شئ، ظلمونه کولای شئ.
خو د چا اجل نشئ را وړاندې کولای؛ مګر چې وخت او نیټه یې پوره وي.
تاسو به مدرسې ړنګې کړئ، هو! تاسو به د قران حافظان راشهیدان کړئ، علماءکرام به شهیدان کړئ خو اسلام ته لږ ضرر هم ونه رسوئ، دالله معجز کتاب قران عظیم الشان کې به هېڅ قسمه انحراف ونکړای شئ. او نه خو به د الله تعالی د دین پتنګان “مجاهدین” په شاوتمبوئ.او نه به یې له دې برحقې لارې څخه منحرف کړئ.
دادین دالله دی او الله تعالی یې ښه ساتندوی دی او ان شاءالله دادین به باقي وي او ژر ده چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې به اسلامي نظام پلې او احکام به یې ټول په ټوله جاري شي.
ان شاءالله.
د یو سپېڅلي اسلامي نظام په هیله
.۲۴/۱۱/۲۰۱۷ ـ



