له مياشتو وروسته ۱۱ نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴): ټاکل شوې ده، چې نن د ګډ حکومت يوولس نوماند وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي.

د جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وايي، د دغو نوماندانو اسناد د حکومت له لوري ولسي جرګې ته سپارل شوي دي.

په دغو کسانو کې د دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته ګل اغا شېرزی، د لوړو زده کړو وزارت لپاره نجيب الله خواجه عمري، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته حميد طهماسي، د کورنيو چارو وزارت ته ويس برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزاد ګل اريوبي، د ټولګټو چارو وزارت ته يما ياري، د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزات ته مجيب الرحمن کريم او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نصير احمد درانی نومول شوي دي.

د ولسي جرګې د رئيسانو کمېټه وايي، دغه کسان به نن د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي له لوري د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ډېرې مودې راهيسې پنځلس وزارتونه او لويه برخه ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ولسي جرګې ته د دغه نوماندانو له پېژندل کېدو وروسته لا هم د درې مهمو وزارتونو د بهرنيو چارو وزارت، د پوهنې وزارت او د اطلاعاتو او اکلتور وزارت چارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

تر دې مخکې د ولسي جرګې استازو په باربار له حکومته غوښتنه کړې، څو په وزارتونو او امنیتي ادارو کې د سرپرستانو کار ته د پای ټکی کېږدي، د باور رايې اخيستو لپاره نوي کسان ورمعرفي کړي او د رسمي وزيرانو په توګه خپلې چارې پر مخ يوسي.

خو ګډ حکومت ته له واک سپارلو وروسته ډيری ادارې او وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button