امريکا وايي، حافظ سعيد دې بېرته ونيول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴): امريکا پر پاکستان زور اچولی، څو د جماعة الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد بيرته ونيسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پاکستان دې د لشکر طيبه ډلې پخوانی او د جماعة الدعوه اوسنی مشر حافظ سعيد ونيسي او هغه ته دې سزا ورکړي.
په خبرپاڼه کې د نوموړي مربوط تنظيم د ترهګرې ډلې په نوم ياد شوی، زياتوي چې دغې ډلې ګڼ ترهګريز بريدونه کړي او د يو شمير امريکايانو په وژلو تورنه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت سربيره په اسلام اباد کې د امريکا سفير هم د نوموړي د خوشې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستانه يې غوښتي، څو حافظ سعيد بېرته ونيسي او هغه د يومجرم په توګه وپېژندل شي.
حافظ سعيد له تېرې څه مودې راهيسې په پاکستان کې نظر بند و، خو تېره ورځ د پاکستان په پنجاب کې د يوې محکمې له لوري د نوموړي د خوشې کېدلو پريکړه وشوه.
حافظ سعيد د امريکا، ملګرو ملتونو او هند له لوري ترهګر بللی شوی او پر نوموړي يې تور پورې کړی چې د ۲۰۰۸م کال د هند د چاودنو ملاتړ او رهبري يې کړې ده. په هغه چاودنو کې شپږ امريکايان هم وژل شوي و.
خو پاکستاني چارواکو ويلي، چې امريکا، هند او ملګري ملتونه دې د حافظ سعيد د ترهګرو کړنو اسناد پاکستان ته وسپاري، دوی به په خپله سزا ورکړي.
امريکا په ۲۰۱۲م کال کې حافظ سعيد د ترهګرو په ليست کې ورزيات کړ او د هغه پر سر يې لس ميليونه ډالره انعام وټاکه.



