طالبان کندهار کې وسلې او مهمات له کومه پيدا کوي؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴): طالبانو د کندهار ولايت په ټولو ولسواليو کې د خپلو بريدونو يوولس مياشتنی راپور نشر کړ، چې په وينا يې په تېرو يوولس مياشتو کې يې په بهرنيو او دولتي ځواکونو ۵۰۴ بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د دغو بريدونو په پايله کې يواځې په کندهار کې ۴۵ بهرني او ۱۵۵۷ دولتي عسکر وژل شوي، ۲۹۳ نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په دې موده کې طالبانو د دوو ولسواليو تر څنګ يو کنډک ۹ قرارګاوې او ۱۰۴ پوستې نيولي دي.

ښاغلي احمدي د لسګونو عسکرو د نيول کېدو او له سلو زياتو د تسليمېدو خبره کوي، زياتوي : “له تېرو يوولس مياشتو د بريدونو او په دولتي ځواکونو د فشار له کبله ۱۷۰ تنه تسليم شوي او ۹۵ نور نيول شوي دي  ”

طالبان وايي، په دغه موده کې يې د دولتي ځواکونو ۳۴۶ بېلابېل ډوله موټر، ټانګونه او رينجر له منځه وړي، زياتوي چې د يو سکواټر سربيره ۲۷ رينجر، ۵ لوکسل او ۳۳ موټرسيکلې د دوی لاسته ورغلي دي.

طالبانو ويلي، په دغو بريدونو کې يې په سلګونو غټې مرمۍ او په لکونو د وړې وسلې د مرميو د نيولو تر څنګ له شلو زيات د شپې او د ورځې دوربينونه او له ديرشو زياتې وړې او لويې مخابرې هم نيولي دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکول کېدل چې طالبانو سره روسيه او ځينې نور هېوادونه د وسلو د ورکړې مرسته کوي.

يواځې دا نه، چې په کندهار کې د سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې، مهماتو او نورو نظامي توکو د نيولو راپور ورکول کېږي، بلکې هره ورځ طالبان له دلوتي ځواکونو پوځي مرکزونه او پوستې نيسي، چې په ترڅ کې يې زياتې وسلې په لاس ورځي او د هغې په مټ له دولتي عسکرو سره خپله جګړه پر مخ وړي.

خو که د طالبانو له لوري له دولتي ځواکونو د وسلو او نورو نظامي توکو او مهماتو نيولو ته وکتل شي، نو جوته ده چې طالبان وسلې او مهمات له کومه پيدا کوي؟.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button