سعودي: له نیول شویو شهزادګانو څخه امریکایان تحقیقات کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۴ فرید افغان)
بریتانوۍ ډیلي میل ورځپاڼه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، په سعودي کې د نیول شویو شهزادګانو او شتمنو څیرو څخه د امریکایي بلکواټر کمپنۍ محقیقین تحقیقات کوي.
ډیلي مېل ویلي چې د تحقیقاتو په نتیجه کې ډیری شهزادګان له سختو شکنجو، وهلو ټکولو سره مخ شوي دي.
د ورځپاڼې په خبره په هغو شهزادګانو کې چې له پښو سرچپه ځوړند شوي او وهل شوي ملیاردار شهزاده ولید بن طلال هم شامل دی.
څو اونۍ وړاندې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان په امر ۱۱ شهزادګان او لسګونه نور وګړي چې پکې د پخواني باچا ځوی متعب بن عبدالله او ملیاردر شهزاده ولید بن طلال هم شامل و، د فساد په تور ونیول شول.
ځینې څارونکي په دې اند دي چې په دې توګه ولیعهد غواړي خپل مخالفین وځپي.
د بریتانیا ” فایننشل ټایمز” ورځپاڼې ویلي و،چې سعودي چارواکي اوس د نیول شویو شهزاده ګانو او شتمنو کسانو څخه د خلاصون په مقابل کې ۷۰ سلنه د دوی د شتمنۍ ونډه غواړي.
په تیر کې هم ځینې راپورونه ورکړل شوي و چې نیول شوي شهزادګان سخت شکنجه شوي او د ځینو روغتیایي حالت هم ښه نه دی.
د امریکا د قانون تر مخه، هغه امریکایان چې په بهر کې څوک شکنجه کړي تر شلو کلونو پورې زنداني کېدای شي.
سعودي حکومت په تیر یوه کال کې زرګونه دیني علماء زندانونو ته اچولي او سلګونه نور نظر بند دي.
په سعودي کې دا ټول تحولات وروسته تر هغه راغلل چې کله امریکایي ولسمشر دې هیواد ته سفر وکړ .
له هغه وروسته سعودي په خارجي سیاست کې له قطر سره اړیکې پرې کړې او له اسرایلو او امریکا سره یې لا زیات روابط ټینګ کړل.
همداراز یې په کور دننه هم پراخ بدلونونه راوستل او لا هم دا لړۍ روانه ده.
د منځني ختیځ یو شمیر څاروونکي په دې اند دي چې د سعودي دسیاسي ارتعاش پیل شوې لوبه ښایي د امریکا او اسرایلو لخوا وي او ښایي سعودي په غیر مترقبه توګه له پراخ ناورین سره مخ کړي.



