دلمونځ مسائل (۵۷مه برخه) – په کومو حالاتو کې لمونځ ماتيدلاى شي ؟ –

په کومو حالاتو کې لمونځ ماتيدلاى شي

پوښتنه : د لمانځه کولو په حالت کې د کومو مجبوريو له امله لمونځ ماتيدلاى شي؟ د بيلګې په توګه : ريح (باد) خارج شي، يا خطرناک چينچى نژدې راشي، په کور کې يوازې وي او څوک دروازې ته راشي، په کور کې يوازې پاتې شوى او ويده شوى کوچنى چې راپورته شي او ژاړي، له بدن څخه وينې روانې شي، آيا په داسې حالاتو کې د لمانځه په ماتولو کې ګناه شته؟.

ځواب : کوم عذرونه چې پورته وليکل شول د هغوى په موجوديت کې د لمانځه ماتول صحي دي، ځکه چې په داسې تشويش ناک حالت کې لمونځ کول مکروه دي ([1]).

قرآن مجيد ته د کتلو په حال کې لمونځ کول

پوښتنه : آيا په تراويح کې قرآن مجيد ته د کتلو په حال کې لمونځ کيژي؟ نن صبا زياتره مصريان او نور عرب همداسې کوي، د يو شمير خلکو رايه دا ده چې قرآن مجيد ته د کتلو په وخت کې لمونځ نه کيژي، دا صحي ده؟.

ځواب : قرآن مجيد ته د کتلو په وخت کې لمونځ نه کيژي ([2]).

پرته له ضرورته يوازې په بنيل (ګنجي) کې لمونځ کول مکروه دي

پوښتنه : بنيل (ګنجى) کوم چې نن صبا په ډير زيات اکثريت سره خلک اغوندي، په دې کې لمونځ کول څرنګه دي؟.

ځواب : له کوم سړي سره چې قميص نه وي د هغه لمونځ په بنيل (ګنجي) کې له کراهيت پرته صحي دى، او له چا سره چې د ړستوني والا قميص موجود وي د هغه لمونځ په بنيل کې له کراهيت سره صحي دى، ځکه چې له عذر پرته په لمانځه کې د مټو لوڅول مکروه دي، همدا ډول عادتاً په يوازې بنيل کې عامو مجالسو ته ورتګ عيب ګڼل کيژي، نو قدرت لرونکي کس ته په داسې لباس کې لمونځ کول مکروه دي په کوم کې چې هغه عام مجلس ته نشي ورتللى ([3]).

ايا په لمانځه کې د دواړو پښو په پورته کيدا سره لمونځ فاسديژي

پوښتنه : که چيرته د سجدې کولو په وخت کې دواړه پښې له زمکې څخه پورته شي نو لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د دواړو پښو ګوتې بيخي له زمکې څخه پورته شي نو سجده صحي نه ده، او د سجدې نه صحي کيدو له امله لمونځ صحي نه دى ([4]).

په تشهد (التحيات) کې په دواړو لاسونو سره د لمن غوړول

پوښتنه : يو کس د تشهد (التحيات) په حالت کې د خپل قميص لمن په دواړو لاسونو سره پر زنګنونو باندې غوړوي، آيا د هغه لمونځ کيژي؟.

ځواب : په تشهد (التحيات) کې په دې ډول لمن غوړولو سره لمونځ نه فاسديژي، مګر د فعل عبث له امله کراهيت پکې راځي ([5]).

په جومات کې په پرتو خوليو کې د لمانځه حکم

پوښتنه : نن صبا په جوماتونو کې له ميزرو او پلاسټک نه جوړې کړى شوې خولې پرتې وي او دا عام رواج دى، د همدغو خوليو په سر کونکو ته د هغو د پاکي او مرداري علم نه وي، د هغو استعمال څرنګه دى؟.

ځواب : بهتره دا ده چې هر سړى دسمال او خولۍ له ځان سره له کوره راوړي، هغه واغوندي او لمونځ وکړي، د داسې غورځيدليو خوليو استعمال د نظافت او نفاست خلاف کار دى ([6]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٧٤، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٦٤١، مطلب في الخشوع.

([2]) خير الفتاوى، ٢ : ٤١٢.

([3]) امداد الاحکام، ١ : ٥٥٤.

([4]) فتاوى محموديه، ٦ : ٦٣٢، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، باب شروط الصلوة، ص : ٢٣٠.

([5]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٢٠.

([6]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٢٣.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button