سعودي کې مسافرو افغانانو ته تذکيرې ورکول کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴) په سعودي کې د افغانستان سفارت وايي، هغه هېواد کې ميشت افغانانو ته سبا د يکشنبې ورځې راهيسې د تذکرو د ويش لړۍ پېلوي.

په رياض کې افغان سفير سيد جلا کريم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوی ورغلی، څو په رياض کې په افغان سفارت او په جده کې په افغان کونسلګرۍ کې د تذکرو د ويش لړۍ پېل کړي.

نوموړي په سعودي کې ميشتو ټولو افغانانو ته چې تذکرې نه لري خبر ورکړی، څو د جوړولو لپاره يې ټاکل شويو ځايونو ته مراجعه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button