نيمروز: د خاشرود ولسوال وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴)د نيمروزو ولايت د خاشرود ولسوال په ماين چاودنه کې وژل شوی دی.

د نيمروز يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، ولسوال هاشم نورزی له مرکز څخه د ولسوالۍ پر لوري روان و، چې په لاره کې يې پر موټر د ماین چاودنه شوې ده.

د سرچينې په وينا، په چاودنه کې د ولسوال موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی، زياتوي له نوموړي سره يې ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او موټر يې په مکمله توګه ويجاړ شوی دی .

پېښه نن ماذيګر ناوخته يادې ولسوالۍ ته نږدې په شپږ کيلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړی د وسله وال برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

طالبان وايي، له نوموړي سره يې د هغه درې ساتونکي هم مرګوني ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button