اسلام اباد: د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۲۰۰ کسان ټپيان شوي

د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په فیض اباد څلورلارې کې، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په اخ و ډب کې د پولیسو په ګډون نږدې ۲۰۰ کسان ټپیان شوي او ګڼ نور مظاهره چیان امنیتي ځواکونو نیولي دي.
ځايي پولیسو او امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو په ضد نن سهار ۷ بجې عملیات پیل کړل او د ماسپښین تر ۲ بجو یې د مظاهره کوونکو د پاشلو هڅه کوله. چارواکي وايي، مظاهره چیانو ته د تیرې شپې تر ۱۲ بجو پورې د مظاهرې ختمولو وخت ورکړل شوی و، خو مظاهره کوونکو خپله مظاهره ختمه نه کړه او امنیتي ځواکونو نن سهار ۷ بجې عملیات پیل کړل.

د احتجاج کوونکو د پاشلو په عملیاتو کې ګڼ شمېر پولیسو او ایف سي عسکرو برخه اخیستې وه. پولیسو پر مظاهره چیانو اوښلن غاز وشینده او د دوی ځينو خیمو ته يې هم اور ورته کړ. په ځواب کې مظاهره کوونکو پولیس په ډبرو وویشتل او د پولیسو ځینې موټرونه یې وسوځول.
پاکستانی ټلوېزون، جیو نیوز وايي چې احتجاج کوونکو په ډبرو غورځولو او د غلیل په کارولو سره ګڼ شمېر ایف سي او پولیس زخمیان کړل. د جیو نیوز په خبره، د اسلام اباد او راولپینډۍ بېلابېلو روغتونونو ته تر ۲۰۱ زیات ټپیان راوړل شوي دي. په ټپیانو کې ۶۱ پولیس، ۴۷ ایف سي عسکر او ۵۰ عام کسان شامل دي. چارواکي وايي، تر درې سوه زیات مظاهره چیان يې نیولي دي..

دغو مظاهره چیانو له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې احتجاج کاوه. دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان د قانون وزیر دې له خپلې دندې استعفا ورکړي؛ ځکه چې په دې وروستیو کې په هغه لوړې کې بدلون شوی و چې د پارلمان غړی يې تر ټاکل کېدو وروسته اخلي. د لوړې اخیستلو له فورمې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) نوم لیرې شوی و. د مظاهره چیانو د ”لبیک یارسول الله“ په نوم تحریک وايي چې حکومت دغه ګام د ختم نبوت پر ضد پورته کړی دی او باید تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي.
د پاکستان حکومت وايي چې دغه ”غلطي“ يې بېرته اصلاح کړې، خو مظاهره چیان وايي، تر هغه چې د پاکستان د قانون وزیر، زاهد حامد، له دندې لیرې شوی نه وي، د دوی احتجاج به دوام لري.
د پاکستان ایکسپریس نیوز رسنۍ وايي، د پولیسو او ایف سي زرګونو عسکرو د ټولې ورځې له هڅو سره سره ونه کولای شول چې سیمه له مظاهره کوونکو پاکه کړي، د مازدیګر له ۴ بجو عملیات معطل شوي دي او مظاهره چیان یو ځل بیا په فیض اباد څلورلارې کې راټول شوي دي.

مظاهره کوونکو په بېلابېلو ځایونو کې د حکومتي چارواکو پر کورونو هم بریدونه کړي دي. جیو نیوز وايي، مظاهره چیانو د پاکستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر، چوهدري نثار علي خان، د کور دروازه ماته کړې او کور ته د ورننوتلو هڅه یې کړې. خو د چوهدري نثار علي خان ساتونکو پولیسو نوموړی په مرمۍ ضد موټر کې سپور کړی او محفوظ ځای ته یې وړی دی.
مظاهره چیانو همداراز د پسرور په ککې زۍ سیمه کې د قانون د وزیر، زاهد حامد، پر کور هم یرغل کړی دی او کور ته له ورننوتلو وروسته یې د کور سامان آلات مات کړي دي. د مظاهره چیانو د برید په وخت کې زاهد حامد په کور کې نه و.
مظاهره چیانو همدارنګه د شیخو پوره په سیمه کې د مسلم لېګ (ن) د قومي اسمبلۍ د غړي، جاوید لطیف پر دېرې هم ورننوتي او ټپي کړی یې دی.

پولیس بیا وايي چې د جاوید لطیف پر کور حمله نه ده شوې، جاوید لطیف له مظاهره چیانو سره مذاکراتو ته تللی و خو مظاهره چیانو پرې راباندې کړې دي. پولیس وايي چې جاوید لطیف او د هغه یو ساتونکی یې په ټپي حالت کې خپل کور ته رسولي دي.
نن په پاکستان کې فېسبوک، ټویټر، یوټيوب او خبري چېنلونه بند وو:
په پاکستان کې د رسنیو د کنټرول کولو ادارې (پیمرا) د اسلام اباد د ننۍ مظاهرې د اخ و ډب د ژوندي کوریج کولو له امله خصوصي خبري چېنلونه او ټولنیزې ویبپاڼې بندې کړې وې. پاکستاني رسنۍ وايي چې نن د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب په ګډون ټولې ټولنیزې ویبپاڼې فیلټر شوې وې او کار یې نه کاوه.
په پاکستان کې د رسنیو د کنټرول کولو ادارې (پیمرا) ویلي چې ټلوېزوني چېنلونه دې خپلې خپرونې ودروي، ځکه کېدای شي د مظاهرې د اخ وډب د خبرونو په خپرېدو سره په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشي.
په نورو ښارونو کې مظاهرې:
په اسلام اباد کې د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو تر اخ و ډب وروسته د پاکستان په راولپينډۍ، ګوجرانواله، ګجرات، سیالکوټ، کراچۍ، پېښور او کوټې په ګډون په نورو ښارونو کې هم لاریونونه شوي او ګڼ شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ ویبپاڼه اردو پواینټ وايي، د تحریک لبیک د مظاهرو له امله په ټول پاکستان کې حالات کړکېچن شوي دي. د اردو پواینټ په خبره، په پنجاب کې د حالاتو د کړکېچن کېدو له امله په ټول پنجاب کې رینجر ځواکونه له راغوښتل کېدو وروسته خپاره شوي دي.



