سوداګرۍ خونه: ورځ تربلې د اختطاف، وژنو او تهدید کچه لوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴)د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، په هېواد کې د سوداګرو د وژنو او اختطاف پېښو اندېښمن کړي دي.

د دغې خونې وياند صيام الدين پسرلي رسنيو ته ويلي، يواځې د تېرو دوو مياشتو په موده کې له دوی سره د سوداګرو د وژنو، تښتونې او هغوی ته د تهديد کولو ۶۰ پېښې ثبت شوي دي، زياتوي ځينې وخت سوداګر نه حاضريږي چې دوی سره خپلې قضيې ثبت کړي کنه پانګوالو سره د ورته پېښو شمېرې تر دې هم زياتې دي.

د پسرلي په وينا، امنیت تر دې اندازې خراب دی، چې سوداګر آن په کابل کې هم د امن احساس نه کوي او ورځ تر بلې د سوداګرو د وژنو، اختطاف او هغوی ته د تهديدونو کچه لوړېږي.

د سوداګرۍ خونه وايي، د اختطاف يا وژنې ډېرې پېښې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او پکتيا ولايتونو کېږي.

تر دې مخکې افغان پانګوالو خبرداری ورکړی و، که حکومت يې امنيت ونه ساتي نو خپلې پانګې به له افغانستانه نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

نړيوال بانګ هم په يوه راپور کې ويلي و، چې د ناسم امنیتي وضعيت له کبله افغانستان د پانګونې ځای نه دی.

د کابل په ګډون په ځينو شمالي ولايتونو کې ډیری غير مسووله وسله وال فعاليت کوي، چې ځينې ادارې يې په اختطاف، وژنو او تهديدونو تورنوي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسيون غړې نظيفې ذکي رسنيو ته ويلي و، چې يو شمير شمالي ولايتونو کې غير مسووله وسله وال په غلاوو، اختطافونو، وژنو او د خلکو په زورونو کې لاس لري او په خبره يې په حکومت کې ځينې کړۍ دي چې ملاتړ او مرسته يې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button