دزکات مسائل (۵۱ مه برخه) – د تجارتي مال په قرضونو باندې د زکوة حکم –

د تجارتي مال په قرضونو باندې د زکوة حکم

پوښتنه : د يوه کس يو دکان دى، په کوم کې چې د نصاب په اندازه تجارتي مال موجود دى، يو شمير خلک په نقد سودا اخلي، او يو شمير نور په کومو کې چې زياتره نوکر خلک دي په قرض باندې سودا اخلي، په همدغو خلکو کې يو شمير يې وقفه په وقفه روپۍ ورکوي، او له يو شمير نورو څخه ډير په مشکله روپۍ وصوليږي.

همدا رنګه يو شمير خلک داسې هم وي له کومو څخه چې د روپيو وصولول نا ممکن تر سترګو کيږي، پوښتنه دا ده چې په همدغو روپيو باندې کومې چې له قرضدارانو سره دي د تجارت له مال سره زکوة واجب دى او که نه؟ که چيرته واجب وي نو له وصولولو وروسته واجب دى او که له دې دمخه يې اداء کول ضروري دي؟.

ځواب : د کومو قرضونو د وصولولو اميد چې وي له تجارتي مال سره د هغو زکوة هم واجب دى، او د زکوة ورکول د قرضونو له وصولي وروسته هم کيدلاى شي، مګر آسانه طريقه دا ده چې له تجارتي مال سره دې د همداسې قرضونو زکوة اداء کړى شي، البته داسې قرضونه د کومو د وصولي چې هيڅ او بالکل اميد نه وي نو تر څو چې وصول شوى نه وي زکوة واجب نه دى ([1]).

چې يو څه روپۍ نقد وي او يو څه د تجارت مال وي په هغه باندې د زکوة حکم

پوښتنه : له يوه کس سره سره او سپين نشته، يوازې پنځه سوه روپۍ دي، نو په همدغو روپيو باندې د کال له تيريدا وروسته زکوة شته دى او که نه؟ يا همدا ډول دکان دى په کوم کې چې اوه اته بائيسکلونه دي او د ضرورت وړ کم سامان دى، نو په همداسې کس باندې زکوة واجب دى او که نه؟.

ځواب : د نن په حساب سره چې د دوه پنځوس نيمو توله سپينو د قيمت برابر روپۍ وي نو زکوة واجبيږي، همدا رنګه بائيسکلونه يا نور سامان چې د تجارت لپاره وي او د دوه پنځوس نيمو توله سپينو ماليت وي نو په هغو باندې زکوة واجب دى، او که چيرته بائيسکلونه او سامان په کرايه باندې ورکول کيږي نو د هغو په آمدن باندې زکوة واجب دى، په ماليت باندې يې نشته ([2]).

د اوسيدو يا تجارت په نيت په جوړ شوي کور کې د زکوة مسئله

پوښتنه : يوه کس د کور جوړولو لپاره يو څه زمکه واخيسته، په هغې يې تعمير شروع کړ، د نيمايي تعمير له جوړولو وروسته يې اراده بدله شوه، داسې که تعمير جوړ شو نو په ګټه به خرڅ کړى شي، اوس په همداسې کور کې د زکوة حکم څه دى؟.

ځواب : د همدغه کور زمکه او هغه آبادي کومه چې د خرڅولو له نيت څخه دمخه شوې له زکوة څخه مستثنى دى، البته د خرڅولو له نيت وروسته د زياتې ابادي قيمت دې له نورو مالونو سره جمع کړى شي او زکوة دې ورکړى شي، اګر که په همدغه زياته آبادي باندې د نيت له وخت څخه پوره کال تير شوى نه وي ([3]).

د زکوة په نيت د قرض په معاف کولو سره زکوة نه اداء کيږي

پوښتنه : که يوه ورور له بل ورور څخه د خپل زوى د واده لپاره قرض واخيست، او په وروسته کې د بې وسي له امله د قرض اداء کولو وس او طاقت نلري او هغه بل وروو يې د نصاب څښتن وي، اوس په دې هکله لاندې پوښتنې کيږي :

(١) آيا خپل سکني ورور ته د زکوة ورکول روا دي؟.

(٢) که چيرته همدغه ورور د زکوة په نيت سره خپل ورور ته قرض معاف کړي نو آيا په همدې ډول زکوة اداء کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : (١) ورور ته د زکوة ورکول روا دي، بلکې خپلو اقرباؤ ته لکه ورور، خور او وغيره ته د زکوة په ورکولو کې ثواب ډير زيات دى، ځکه چې په دې کې له صدقه سره سره د صله رحمي ثواب هم شته دى.

(٢) د زکوة په نيت سره مقروض ته د قرض په معاف کولو سره زکوة نه اداء کيږي، هو ! که چيرته د زکوة روپۍ خپل ورور ته حواله کړي، بيا يې هغه د قرض اداء کولو په سلسله کې بيرته همدغه روپۍ واپس هغه ته ورکړي، نو په دې طريقه به د هغه زکوة اداء شي او د ورور قرض به يې هم اداء شي ([4]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : يو مسلمان کس له ما سره مزدور دى، په کوم چې تقريبا زما اوه زره روپۍ قرض دى، او هغه د نورو خلکو هم قرضدارى دى، په هغه کې د قرض اداء کولو وس نشته، نو له همدې امله زما ګمان دا دى چې د قرض روپۍ په زکوة کې حساب کړم او هغه له قرض څخه خلاص کړم، آيا په همداسې کولو سره د قرض په اندازه زکوة اداء کيږي او که نه؟.

ځواب : د قرض په معاف کولو سره زکوة نه اداء کيږي، د زکوة اداء کولو سمه طريقه دا ده چې همدغه کس ته په دې شرط چې هغه د نصاب څښتن نه وي او د زکوة مستحق وي د زکوة روپۍ د تمليک په ډول ورکړى شي، بيا دې له همدغو روپيو څخه قرض وصول کړى شي، په همدې طريقه به زکوة هم اداء شي او مقروض به هم له قرض څخه خلاص شي.

)واعلم ان اداء الدين عن المال الذي عنده لايصح والحلية ان يعطي المديون زکاته ثم ياخذها عن دينه( ([5]).

په دکان کې د تجارت په مال باندې زکوة او د اداء کولو طريقه يې

پوښتنه : د يوه کس په دکان کې مختلف شيان دي، د سامان ماليت تقريبا له دوولسو زرو نيولې تر پنځلسو زرو پورې دى، دکان په کرايه باندې دى، آيا د داسې دکان سامان د زکوة ورکولو قابل دى او که نه؟ يعنې د تجارت په همدغه مال باندې زکوة فرض دى او که نه؟.

ځواب : که چيرته د مال ماليت د دوه پنځوس نيمو توله سپينو ماليت ته ورسيږي نو په هغه مال باندې زکوة فرض کيږي ([6]).

او د ورکولو طريقه يې دا ده چې هره ورځ حساب کولو ته ضرورت نشته، په کال کې دې يوه نيټه مقرره کړى شي، مثلاً د رمضان په لومړى نيټه په دکان کې د قابل فروخت سامان جايزه دې واخيستل شي او د هغه د ماليت تعين دې وکړى شي، او د هغه مطابق دې زکوة اداء کړى شي، په کومه نيټه چې دکان شروع کړى شوى وي هر کال دې په همدغه نيټه حساب وکړى شي ([7]).

([1]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٠٠، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٢٦٦، التاتارخانية، ج : ٢، ص : ٢٢٦، الدرالمختار، ج : ٣، ص : ٢٣٦.

([2]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٥٢ – ١٥٣، بحواله : درمختار مع الشامي، باب زکوة المال، ج : ٢، ص : ٢٩٨، فتاوى عالمګيري، الفصل الثاني في العروض، ج : ١، ص : ١٨٠.

([3]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٢٣، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٣، ص : ١٨٦٨، شروط زکوة عروض التجارة، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٦، قبيل باب السائمة.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٠١ – ١٠٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ٣، ص : ١٩٠، حاشية الطحطاوي، ص : ٣٩٠.

([5]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ١٤٨، بحواله : طحطاوي، ص : ٣٩٠، کتاب الزکوة.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٣٩، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٢٩٨، کتاب الزکوة، باب زکوة المال.

([7]) الزکوة واچبة في عروض التجارة کائنة ما کانت اذا بلغت قيمتها نصاباً من الورق والهذب …….. وتعتبر القيمة عند حولان الحول بعد ان تکون قيمتها في ابتداء الحول مائتي درهم من الدراهم الغالب عليها الفضة، فتاوى علمګيري، کتاب الزکوة، الباب الثالث في زکوة الذهب والفضة، ج : ١، ص : ١٧٩.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button