هرات: عسکرو ته ځانګړې شوې ۲۰۰ میلونه افغانۍ وهل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د تیرو ۲ کلونو په موده کې د هرات په ولایت کې د افغان عسکرو د قربانیانو د کورنیو لپاره ځانګړې شوې ۲۰۰ میلیون افغانۍ پیسې د ځینې کړیو لخوا وهل شوې دي.

د طلوع نیوز دخبر تر مخه، دې کسانو د یوه منظم مخفي بانډ له ادرسه سلګونه جعلي کارتونه د شهیدانو او معلولینو په نامه جوړ کړي و چې په کلني ډول سل میلونه افغانۍ د څو مشخصو افرادو له خوا په بډه وهل کیدل.

دا جعلي اسناد چې پکې سلګونه وثیقې او جعلي کارتونه موجود و ، په هرات کې د څو دولتي اداراتو له خوا هم تائید شوي دي.

 د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست دا قضیه تائیدوي او زیاتوي چې د دې  ډلو څخه د یوې مشر یې یوه ښځینه فعاله ده.

د دې ریاست مسؤل عبدالقیوم ویلي چې اوس توانیدلي چې د دې کړیو بانډونه کشف کړي.

پر همدې حال کې د هرات د استیناف څارنوالۍ وایي چې یوشمیر مافیایي کړیو د وژل شوو افغان ځواکونو په نامه  لسګونه میلون دالر پټ کړي .

څارنوالي وایي یواځې  د هغې ښځې په کور کې یې چې د دې بانډ مشري یې کوله سلګونه جعلي کارتونه موندلي دي.

د سارنوالي مدیر عزیزالله هجران وایي چې د دې قضیې په تړاو یې د کار او ټولنیزو چارو د ریاست  ۶ کارمندان نیولي او څیړنې ترې روانې دي .

خو ۱۰ تنه نور چې په بهر کې دي تر تعقیب لاندې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان چارواکي په دومره لوی فساد کې ښکیل بلل کیږي، تر دې وړاندې دنړیوالې ټولنې نیمایي مرستې په اداري فساد کې حیف ومیل شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button