روغتیا

احمد الهام

روغتیا او صحت دڅښتن له لوري یو ستر نعمت دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم  فرمایي: چې له ایمان نه وروسته روغتیا او ښه صحت  غټ  نعمت  دی . . .  الحدیث. همدا وینا د روغتیا اهمیت  او ښېګڼې  لپاره  بسنه  کوي، همداسې  یې موږ  په سترګو وینو  چې که  ښه  صحت  لرو نو هم د دنیا کارونه په  سمه  توګه  سرته  رسولای  شو او هم دآخرت.  یعني  عبادات په سمه  توګه ادا کولای شو.

د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم  موږ  ته  په بار بار د روغتیا د ښې او سمې کارونې په  اړه وینا کړې ده. لکه یو ځای وایي چې روغتیا دوه  رنګه  ده، یوه (مغبونه ) یعني  خلګ  پکې دوکه  شوي  اوتاواني شوي دي ، هغه  روغتیا داده چې  انسان  یې په  سمو لارو کې نه  بلکي  په ناوړه  لاروکې کار ترې  واخلي. او بل  قسم  یې  (مبغوضه ) ده یعني  هغه  روغتیا چې باید له څښتن  سره  یې  غبطه  وشي، هغه داده  چې انسان له خپل  صحت  دخدای جل جلاله  په  لاره کې کار  واخلي  او لمونځ ،جهاد ، روژه ، داسې نور عبادات  تر سره کړي .

دا چې  زموږ  سپېڅلی  اسلام د ژوند تېرولو بشپړ هدایات  او لارښوونې لري  او دهر څه  په اړه  یې ځانګړې  رهنمایۍ کړې همداسې  د صحت  اړوند هم  خپل  هدایات  لري،  هم  دعامي  روغتیا  په  اړه او هم دخاصي . دعامي  روغتیا  په اړه یې  هدایت او ساتنې بېلګه وایم  هغه  دا چې کله  یو کلي  کې وبا مرض  راشي  نو اسلام موږ ته  دا وینا کوي چې دې کلي  ته مه  ننوځئ  چې داسې نه  ستاسو  روغتیا ته  زیان  ورسیږي  او که  چېري  هماغه کلي کې  یاست  نو له هغه کلي  څخه  مه   وځئ ځکه  چې  داسې نه  عامه  روغتیا زیانمنه کړئ  او نورو خلکو ته  ستا سو رنځ سرایت  وکړي او دخا صي  روغتیا ساتنې لپاره هم  موږ ته  هدایات  لري  لکه: دوېښتانو پاکي ، غسل کول ، غاښونه  په  مسواک صفا کول، نو کان پرې کول  او دا سي  نور مثلا  کم  خوراک کول ، له خوراک  وروسته  څلوېښت  قدمونه  اخيستل ، له ډوډۍ  وروسته  فورا اوبه نه څښل ، او داسې  نور

لمونځ  ،روژه  ،او دس او داسې نور عبادات د دې  تر څنګ  چې عبادات  هم  دي  نړیوالو څېړنو دا ثابته کړې  چې دصحت  لپاره  هم تر لوړ ې  کچې ګټمن دی. همداسې  ز موږ  دین  کې د تدبیر صحت ،ډېر تر غیبات  شته  لکه : اشرف علي التهانوي رح  چې  وایي: د دې  په  ځای  چې یو څوک په مسجد کې  تر اشراق پوري انتظار کوي اواذکار کوي  زه  دا غوره  بولم   چې داسړی  دي په همدې  ښه  موسم کې  تر اشراق  کولو  پورې د تدبیر  صحت او د روغتیا په  پار ورزش وکړي.

څښتن تعالی دې ټولو مریضانو ته ښه  صحت ورکړي. آمین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button