د داعش – خراسان مرستیال له طالبانو سره یو ځای شوی دی

په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د طالبانو د الاماره سټوډیو له لوري په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې د داعش مرستیال، عبدالرزاق مهدي، راښکاره شوی دی. وسله والو طالبانو نه دي ویلي چې مهدي څه وخت له دوی سره یو ځای شو.
د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکی او د داعش ډلې مرستیال، عبدالرزاق مهدي، څو کاله وړاندې د داعش لخوا د ”خراسان ولایت“ مرستیال ټاکل شوی و او همداراز یې د افغانستان او عراقي داعشیانو تر منځ د رابط دنده هم پر مخ وړله.
په خپره شوې ویډیو کې عبدالرزاق مهدي له داعش سره د خپلو اړیکو پرې کولو لامل د داعش مشرانو ظلمونه، د غنیمت په نامه د عامو خلکو کورونه چور کول، د عامو او بې ګناه ولسي وګړو بې تحقیقه وژنې، د داعشیانو سرناخلاصي او خپلسري بللې ده. نوموړي همداراز خپلو پاتې داعشیانو ملګرو ته ویلي چې دوی دې له طالبانو سره یو ځای شي.
د داعشیانو پخوانی مرستیال په افغانستان کې د داعش راتلونکی د دوی د تېز نظرۍ له امله تیاره بللی، ”د دوی په تنظیم کې داسې کسان نشته چې پر نظام او نظم باندې پوه وي؛ په نظام پوه کسان چې له دوی سره وو، هغه ووتل او د دوی تنظیم یې پرېښود.“
د مهدي په باور، د داعش نظریه په افغانستان کې نه چلېږي. د هغه په خبره، په افغانستان کې د داعشیانو د جګړو ګټه یوازې ”کافرانو“ ته رسېدلې او ”عامو مسلمانانو“ ته یې هېڅ ګټه نه ده کړې.
ویډیو د لاندې لېنکونو له پرانیستلو وروسته کتلای شي:
http://www.alemarahvideo.com/wp-content/uploads/Video/Alemarah-Studio/Report/175/Mehdi-EN.mp4



