کرکټ: افغانستان د انټرکانټېنټل کپ اتلولي خپله کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټنيټل کپ په وروستۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه او د دغه کپ اتلولي يې خپله کړه.
د انټرکانټنيټل کپ دغه لوبې دوه کاله مخکې د نړۍ د اتو لوبډلو تر منځ پيل شوې وې او نن د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د انټرکانټنينټل کپ وروستۍ څلور ورځنۍ لوبه د نومبر په ۲۸مه د متحده عربي اماراتو او افغانستان تر منځ په دوبۍ ښار کې پيل شوې وه، د لوبې پچه اماراتو وګټله او لومړی يې توپ اچونه وکړه.
د افغانستان لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او پخپل لومړي وار توپ وهنه کې يې په ١١٤ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ٥١٠ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ مسئولينو او کارکوونکو د انټرکانټېنينټل کپ سياليو کې د ملي لوبډلې د دغې تاريخي لوبې د ګټلو مبارکي ټول افغان اولس ته ورکړې ده.


