کندهار: غونډه روانه ده خو د جمعیت ځینې سیاسي مشران شتون نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۱ فرید افغان)

د کندهار په ولایت کې د ګډحکومت د سیاسي مخالفینو له لوري جلسه روانه ده چې سیاسي څیرې، د ولسي او مشرانو جرګې ګڼ وکیلان، د کندهار سیمیز نفوذي مشران او د بیلابیلو ګوندونو لسګونه استازي یې برخوال دي
سیاستوالو په یوه خوله حکومت په بې کفایتي تورن کړ، او د روانو غمیزو اصلي طراح یې ګډحکومت وباله.
پر همدې مهال راپورونه وایي چې په یاده غونډه کې د عطانور له پاتې کیدلو وروسته د جمعیت ګوند دوو نورو غړیو هم په یاده غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې.
که څه هم په ټول کندهار کې د لومړۍ درجې امنیتي تدابیر نیول شوي خو د روند سبز ګوند مشر امرالله صالح او تورن اسماعيل خان کندهار ته له ورتګ څخه انکار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ یو شمیر رسنیو د ځینو حکومتي سرچینو له قوله خبر ورکړی و چې ګډ حکومت د جمعیت ګوند د مرستیال کلیم الله نقیبي په وساطت د بلخ له والي سره خبرې کړې او ویل کېږي د بهرنیو چارو وزارت په شمول جمعیت ګوند ته درې وزارتونه او په حکومت کې د اضافي سهم وړاندیز شوی او عطاء محمد نور هم هغه منلی او له همدې امله يې یادې غونډې ته خپل تګ ځنډولی دی.
حکومت او امریکایان ویره لري چې یاده غونډه کې ښایي د لویي جرګې د رابللو پریکړه وشي له همدې کبله یې مخالفت هم کوي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي له المان غږ سره په خبرو کې ویلي چې، د لویې جرګې مخالف لوری د ګلخانۍ او سپیدار ماڼیو واکمنې څیرې نه دي او په خبره یې د دې ملي اجماع مخالفت یواځې امریکایان کوي.
کرزي ویلي چې د امریکا سفیر په ښکاره ورته ویلي چې دوی له لویې جرګې وېره لري ځکه دغه هېواد فکر کوي چې افغانان به په لویه جرګه کې د امريكايانو د ايستلو پرېکړه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button