کابل او جلال اباد کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) نن سهار د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې درې پرلپسې چاودنې شوي، چې له کبله يې څو تنو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چاودنې د څلورمې ناحيې اړوند د انعکاس تلوېزيون ته څېرمه شوي، په وينا يې د تلوېزيون کارکوونکو ته زيان نه دی اوښتی خو څلور امنيتی کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
وياند زياتوي، لومړۍ چاودنه په رېکشه کې شوې زيان يې نه درلود، خو وروسته دوه نورې چاودنې وشوې چې څلور امنيتي کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، په وروستيو دوه چاودنو کې يو پوليس وژل شوى، د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون درې د ملي امنيت کارکوونکي ټپيان شوي دي.
په عين حال کې د کابل امنيتي مسئولين په لومړۍ امنیتي حوزه کې د يوې چاودنې خبر ورکوي.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد رسنيو ته ويلي، چاودنه د ملي اردو د جلب وجذب يو کانټينر ته څېرمه شوې چې درې کسان يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دواړو چاودنو مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.


