ټولپوښتنه: (۶۷ سلنه خلک وايي، افغان حکومت د سولې لپاره ریښتینې اراده نه لري)

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) د ستراتيژيکو او سيمه ييز څېړنو مرکز د تازه ترسره کړې ټولپوښتنې له مخې ويلي، ۶۷ سلنه خلک په دې باور دي چې افغان حکومت د سولې لپاره ريښتينې اراده نه لري.

د دغه مرکز رئيس عبدالباقي امين نن په کابل کې په يوه جوړه شوې غونډه کې د سولې عالي شورا يوه نمايشي شورا وبلله، په خبره يې چې تر اوسه دغې شورا د سولې په برخه کې کوم عملي او د پام وړ پرتګ نه دی کړی.

د سيمه ييزو څېړنو مرکز د معلوماتو پربنسټ دغه ټولپوښتنه د افغانستان په شپږو ولايتونو کې شوې، چې د پوهنتونو له دوه زره استادانو او د سولې فعالینو سره پکې خبرې شوي.

زياتوي، په شوې ټولپوښتنه کې ۶۷ سلنه خلکو ويلي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي اراده نه لري، ۷۶ سلنه وګړو د سولې عالي شورا نمايشي بللې.

دغه راز ۷۸ فيصده خلکو ويلي د سولې لپاره د افغانانو یو درېیمګړي لوري ته اړتيا شته، څو د سولې لپاره خبرې اترې مخته يوسي او ۸۲ سلنه خلک بيا وايي چې روانه جګړه ګټونکی نه لري او ۹۰ سلنه کسانو پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړی دی.

د دغې غونډې يو شمير ګډونوالو هم د سولې په برخه کې حکومت پړ وباله او پر ولسمشر غني يې نيوکې وکړې، چې د سولې لپاره يې ټولې دروازې تړلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button