کندهار غونډه، راټول شوي د ملت له غمه مړه دي او که بې خرڅه شوي؟/ خالد روان

کندهار د افغان واکمنانو او د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکو ټاټوبی دی. له احمد شاه بابا را واخله تر مخکېني کرزي پورې ډېری واکمنان د همدې ولایت اوسېدونکي وو او پر افغانستان تر ټولو ډېره واکمني د همدې ولایت خلکو کړې. له اشرف غني، ډاکټر نجیب، نور محمد تره کي، ببرک کارمل، صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني او څو نورو پرته نور ټول واکمنان د همدې ولایت اوسېدونکي وو.

کندهار د افغانستان برخلیک ټاکونکې سیمه ده؛ خو له بده مرغه د امریکا له یرغل وروسته دغه سیمه سخته وځپل شوه. لنډه‌غر، ناپوه، زورواکي، چورواکي او د ټولنې متنفر خلک پر کندهار واکمن کړی شول، چې د همدغو لنډه غرو له لاسه کندهار خپل تاریخي حیثت ته یې هم صدمه ورسوله.

کرزي جنرال رازق د کندهار امنیه قومندان کړ، چې سلګونه ځوانان یې تر تېغ تېر کړل او په بېلابېلو پلمو یې ځوانان په ابدي خوب ویده کړل. په کندهار کې یې د مېشتو قومونو ترمنځ تفرقه اچوونکی هم همدغه رازق دی.
څو میاشتې وړاندې په کندهار کې «د سولې چغه» په نامه یوه لویه ملي غونډه وشوه، چې وروسته ورسره د کندهار د ولایت په مقام کې چاودنې د دغې غونډې رنګ هم پیکه کړ.
اوس د پښتنو په همدې ټاټوبي کې له تېرې پنج شنبې ورځې راهیسې د لنډه غرو او اوپاشانو ناسته روانه ده. حکومت یې مخامخ مخنیوی نه کوي او د امریکایانو په زور یې ځینې غړي له دې غونډې منعه کړي دي.
د تېرې جمعې په شپه د بلخ والي عطاء محمد نور ته امریکايي ځواکونو د پرواز اجازه ورنه کړه او بېرته یې بلخ ته ولېږه؛ خو نن د ولسي جرګې غړي، د کرزي د حکومت ځینې لوړ پوړي چارواکي او د ګډ حکومت ځینې نور لوړ پوړي چارواکي راټول شوي او د حکومت پر ضد د اېتلاف جوړولو هڅه کوي.
رحمت الله نبیل، انور الحق احدي، جنرال رازق، ظاهر قدیر، همایون همایون، لالی حمیدزی، باتور دوستم او ځینې نور زورواکي د دې غونډې اصلي طراحان دي.
په اوسني حکومت کې فساد، بې کاري، بې عدالتي، زورواکي، بمبار، چاپې، وژنې، ناامني او لسګونه نورې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي او حکومت ورځ تر بلې مخ پر ځوړ روان دی. په داسې حالاتو کې ولس پر چا تکیه وکړي؟
که ولس د همدې لنډه غرو ملا وتړي؛ نو دوی به د هېواد پرمختګ څومره شونی کړي؟ ځکه دوی ولس ته امتحان ورکړی او په خپله واکمني کې یې هېڅ نه دي کړي.
دا ملت نور نه دا ګډوله نظام غواړي او نه په کندهار کې را ټول شوي غله او لنډه غر. ملت سوله غواړي او د امریکایانو بشپړ وتل. ځکه په تېرو شپاړس کلونو کې دوی هېڅ ونه کړل او یوازې یې ملت ته تشې ژمنې ورکړې او نور یې خپل جېبونه ډک کړل.
ملت نور له دې حالته ستړی دی او نه غواړي چې ځانونه د امریکايي ګټو لپاره قربان کړي.
کندهار د افغانستان د برخلیک ټاکلو مرکز دی. دغه مرکز دې دغه لنډه غر نه بدناموي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button