په تیره میلادي میاشت کې ۱۰۴ تنه ولسي خلک وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۲ فرید افغان)
د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره چې د بیلابیلو مدني ټولنو له ۲۰ ګروپونو څخه جوړ شوی لوی ګروپ دی، په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر د پخوا په پرتله تیره میاشت کم و.
دې ادارې ویلي چې د نومبر په میاشت کې د افغانستان په ۱۷ ولایاتو کې شاوخوا ۱۰۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان دي.
د ادارې په وینا؛ په قربانیانو کې د پروان، کندوز، هلمند، او ننګرهار وګړي زیات دي.
یادې څیړندویه ادارې یواځې هغه موارد پلټلي چې دولتي ویاندویانو منلي او هغه چې ګډوځواکونو ترې انکار کړی دوی هم نه دي څیړلي.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي د ادارې لخوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر په میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان و،چې په نومبر کې دا شمیره ۱۰۴ تنو ته رالویدلې ده.
د راپور تر مخه، زیات تلفات په کابل کې د داعشیانو لخوا په یوه حمله کې چې د شیعه ګانو پر مسجد یې کړې وه ۵۱ تنه وژل شوي اوټپیان دي، همداراز په ننګرهار کې په ۶ حملو کې چې هوایي بریدونه هم پکې شامل و ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
یادې ادارې په هلمند کې د امریکایي ځواکونو هغو بمباریو ته په خپل راپور کې ځای نه دی ورکړی چې افغان او امریکایي چارواکو د مخدره توکو پرفابریکو بللي و خو د ولسي خلکو په خبره، ګډو ځواکونو د فابریکو د ورانولو په بهانه په نوزاد کې ۱۰ تنه او په دیشو ولسوالۍ کې ۴۰ تنه ولسي وګړي ووژل، د سیمیز خلکو په وینا، په یادو سیمو کې هیڅ فابریکو شتون نه درلوده.
یادې ادارې له ښکیلو لوریو غوښتي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته دې کامله توجه کوي



