حوثي یاغیانو د ابوظبۍ په پوځي اډه په د کروز توغندي برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۲ فرید افغان)

حوثي یاغیانو اعلان کړی چې د ابوظبۍ ښار اړوند یې د ‹‹براکه›› په نوم پوځي اډه باندې د کروز توغندي برید کړی دی.
د المسیره شبکې د یمن د حوثي پوځیانو له قوله خبر ورکړی چې نن سهار یې دا برید ترسره کړی او اټکل کوي چې اوښتی زیان یې ښایي ډیر وي.

پر همدې مهال دیمن د پوځ مرستیال ویاند عزیز راشد د ‹‹المیادین›› خبري شبکې ته ویلي چې توغول شوی توغندی یې سیاسي او نظامي پیغام له ځان سره لري.
د نوموړي په خبره؛ توغول شوی کروز میزایل د یمن تولید دی او کولی شي ۱۶۰۰ کیلو متره واټن ووهي.
نوموړي ویلي چې دوی د دې ډول بریدونو حق لري ځکه په وینا یې چې د دوی پر هیواد عربو هیوادونو نظامي تیری برید کړی دی.
پر همدې مهال د ابوظبۍ چارواکو ویلي چې یاد کروز په یوه صحرا کې لګیدلی او یواځې یې څه اندازه ځمکه ژوره کړې ده او هیڅ کوم تلفات له ځانه سره نه لري.
دا برید داسې مهال کېږي چې سعودي چارواکو خبر ورکړی چې د جازان په ښار کې یې په هوایي بریدونو کې ۵۰ تنه حوثي ملیشې وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button