روغتيا وزارت: افغانستان کې د ايډز ناروغانو شمېر مخ پر زياتېدو دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۲) د عامې روغتيا چارواکي وايي، په هېواد کې پر ايډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.
د دغه وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال فدامحمد پيکان نن په کابل کې د اچ ای وي يا ايډز ناروغۍ پر ضد د مبارزې په نړيواله ورځ د خبرو پر مهال وويل چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ايډز د ناروغان شمېر زيات شوی دی.
هغه وايي، تېر ۲۰۱۶م کال په ټول هېواد کې د روغتيا وزارت په اچ ای وي ناروغۍ د اخته کسانو ۲۰۴ پېښې وې او سږ دغه شمېره ۲۳۲ تنو ته لوړه شوې ده.
د پيکان په خبره، په دغه ناروغۍ د اخته کسانو ۷۵ سلنه يې نارينه او ۵۴ تنه ماشومان دي.
نوموړی زياتوي، د ۱۹۸۹کاله چې د ايډز لومړنۍ پېښې ثبت شوي تر ۱۳۹۶م کال د عقرب مياشتې تر اخره پورې ۲۵۲۲ پېښې ثبت شوي دي.
د روغتيا وزارت وايي، د دغه وايرس د لېږد لوی لامل نامشروع جنسي اړيکې، د کارېدلو پېچکاريو بيا استعمالول او د يو نه بل ته د وينې له لارې انتقالېږي.
په افغانستان کې د کوکنارو کښت، د مخدره موادو قاچاق، بېکاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه او داسې نور د دغه ناروغۍ د پراخېدو لاملونه ښودل کېږي.
په داسې حال کې په هېواد کې د ايډز ناروغۍ سره د مبارزې ورځ لمانځل کېږي چې په دغه ناروغۍ يو شمير اخته کسان وايي، دغلته د درملنې لپاره هيڅ اسانتيا وې شتون نه لري او په نشت حساب دي.
کارپوهان وايي، که حکومت په دغه ناروغۍ د اخته کسانو درملنې او عامه پوهاوي ته پاملرنه ونه کړي، نو ښايي افغانستان په راتلونکو کلونو کې په نړيواله کچه په ايچ آی وي وايرس زيات ناروغان ولري.



