سیاسي مشران : ارګ دبهرنیانو په اشاره قومي تربګنیو ته لمن وهي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۲ فرید افغان)

نن په کابل کې د یوشمیر سیاسي کړیو مشرانو، دمدني ټولنو غړو او د ولسي او مشرانو جرګې استازو په یوه ناسته کې د ګډ حکومت مشران تورن کړل چې د بهرنیانو په اشاره غواړي په لوی لاس قومي شخړې راوپاروي.
د نهضت اسلامي ګوند مشرتابه پر حکومت تور ولګاو چې په ارګ کې دننه یو شمیر کړۍ دي چې یواځې قومي او نژادي دښمنیو ته لمن وهي .
د دې ګوند رئیس مولوي مختار مفلح جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې، په تیرو ۳ کلنو کې حکومت داسې تګلاره غوره کړې چې خپل نږدې دوستان یې هم پردي کړي.
نوموړي زیاته کړه، حکومت په یومخیز ډول دخارجیانو لاس ته لویدلی، د ارګ واکمنانو ټول سیاسي مشران له ځانه پردي کړي او هغوی مجبور دي چې د کندهار په څیر غونډو کې خپل راتلونکی وټاکي.
نوموړي د کندهار له غونډې د عطانور منع کولو ته په اشارې سره وویل چې، ناقانونه حکومت په لوی لاس قانون ماتوي، ځکه ویره لري چې واکمني ته به یې د پای ټکی کیښودل شي.
نوموړی تاکید کوي چې د حکومت داکړنې چې د امریکایانو په فرمایش یې ترسره کوي خپله دحکومت په تاوان دي.
پر همدې مهال د اقتصاد پخواني وزیر عبدالستار مراد ګډحکومت د واک په انحصار تورن کړ او زیاته یې کړه چې ګډحکومت د یوې معاملې نچوړ دی او باید د شوې توافقنامې تر مخه هرڅه ترسره کړي.
د ده په وینا خلک له حکومت څخه لرې شوي ځکه حکومت یې یا غږ نه اوري او یا یې هم په دروغژنو ژمنو غلطوي.
د غونډې یوه بل ګډونوال د مشرانو جرګې غړی مخدوم محبوب الله فرقاني و، نوموړي حکومت په ستر اداري فساد تورن کړ، او همداراز یې وویل چې حکومت د خلکو سره کړې ژمنې یو فیصد هم نه دي پلې کړې.
له بل پلوه د سیاسي چارو شنونکي فضل‌الرحمن اوریا هم ارګ قومي او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن کړ او زیاته یې کړه چې جمهور رئیس په ارګ کې دننه د مافیایي کړیو مشري پر غاړه لري چې د ملت او سیاسي څیرو پرضد د مختلفو دسیسو په جوړولو بوخت دي.
اوریا وړاندیز وکړ چې باید یوه آزاد او بیطرفه کمیسیون ته دنده وسپارل شي ترڅو د آزاداو او عادلانه انتخاباتو لپاره لاره هواره او دقیقه نیټه معلومه کړي تر څو ملت له روانو ناخوالو وژغورل شي

مربوطه مطالب

Back to top button