ملګري ملتونه: هرڅومره ژر باید پر یمن باندې هوایي بریدونه ودرول شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۳ فرید افغان)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوتریش د سعودي په مشرۍ د عرب ایتلاف له هیوادونو غوښتي ترڅو په يمن باندې خپلو بریدونو ته نور د پای ټکی کیږدي.
ګوتریش په یمن کې د وروستیو پیښو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، سختې لوږې میلونونه یمنیان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د الجزیرې شبکې په وینا، ملګري ملتونو یمن ته د سوداګریزو توکو د پریښودلو غوښتنه هم کړې ده.
د راپورونو تر مخه په دې هیواد کې روانو شخړو سلګونه زره وګړي کډوالۍ ته اړ کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و چې په دې هیواد کې د روغتیایي خدماتو نشتون تر ۷۰ زره ډیر یمنیان په کولرا ناروغۍ اخته کړي دي.
ملګري ملتونه دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې تیره ورځ د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي ملیشو د عربي اماراتو پر پایتخت د ابوظبۍ پر پوځي اډه د کروز توغندي برید وکړ.
حوثي ملیشو ویلي و چې هیواد یې اشغال شوی او دوی هڅه کوي ټول هغه هیوادونه چې د دوی پر هیواد یې برید کړی، نښه وګرځوي.
د یادونې وړ ده چې په تیر کې سعودي عربستان ویلي و چې پوځي عملیات به تر هغو ونه دروي، چې حوثیان له پلازمېنې صنعاء وتلي نه وي، خپلې وسلې یې پر ځمکه اېښې نه وي او یمن ته ولسمشر عبد ربه منصور هادي خپلې څوکۍ ته ستون شوی نه وي.
د منځني ختیځ کارپوهان وایي چې، سعودي په یمن کې له خپل ټول زور او ځواک کارولو وروسته د خپلو اهدافو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلی دی.
لویدیځې رسنیو ویلي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت له خوا د عرب شهزادګانو د نیولو او له هغوی څخه د ۷۰ سلنې شتمنۍ د غوښتلو د هغه لوی مالي کسر د پوره کولو جبران دی چې سعودي ته د یمن په بې ګټې جګړو کې اوښتی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button