خلک: ولسمشر کړې ژمنې پوره نه کړې، پکتياوال يې تېر ايستل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۳) د پکتيا قومي مشران وايي، ولسمشر اشرف غني له پکتيا والو سره کړې ژمنې پوره نه کړې، لکه د انتخاباتي کمپاين د ژمنو په څېر يې يو ځل بيا پکتياوال تېر ايستل.
ولسمشر غني د پکتيا مرکز ګرديز کې پر امنيې قوماندانۍ د بريد له قربانيانو سره دغه ولايت ته د سفر په ترڅ کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په څلوېښتو ورځو کې به د ګرديز ښار په ګډون ګڼو سيمو ته بجلي ورسوي.
خو پکتياوال وايي، ولسمشر د پکتياوالو د خوشحالولو لپاره دغه ژمنې کړي او کړې ژمنې يې نه دي عملي کړي.
د دغه ولايت د زرمت ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي جلال خان مسير ورځپاڼې ته ويلي، ولسمشر په څلوېښت ورځو کې ګرديز ته د برېښنا رسولو ژمنه کوله، خو فکر يې نه و چې نه د برېښنا مزي غځېدلي، نه توزيعي شبکه وجود لري، نه يې پوره ستنې لګېدلي، لکه د انتخاباتي کمپاينونو په څېر يې خلک تېر ايستل او نور يې هيڅ نه دي کړي.
هغه وايي، سربېره پر دې د ګردېز- زرمت سړک رغونه، د مچلغو بند جوړول، د زرمت ولسوالۍ پر دوو واحدونو ويشل هغه ژمنې وې چې ولسمشر غني کړې وې، خو د عملي کولو هيڅ څرک يې نه ليدل کېږي.
په ورته وخت کې د پکتيا د پوهنتون استاد خالد حبيب ورځپاڼې ته ويلي، ښايي ولسمشرغني ته غلط معلومات ورکړل شوي و، ځکه په وينا يې څلوېښت ورځو کې غزني ته برېښنا نه ده رسېدلې. خو زياتوي د ولسمشر پر ژمنې وخت اوښتی او لا هم د ګرديز ښار تياره دی.
سياسي کارپوه عبدالولي وهاب وايي: اوس هم چې ولسمشر غني په کوم سټيچ درېږي فکر کوي، چې ټاکنيزې سيالۍ دي، زياتوي اړتيا نشته چې ولسمشر د خپلو ژمنو لپاره وخت وټاکي، دی پکتياوالو تر ګريوان نه و نيولی، چې څلوېښت ورځو کې برېښنا راکړه، خو ده ژمنه وکړه او اوس يې پوره کولی نه شي.
ولسمر د ټاکنيز کمپاين پر مهال په ځينو مهمو برخو کې ژمنې کړې وې چې عملي کوي به يې، خو لا هم د ګډ حکومت د دوو کلونو په تېرېدو د ولسمشر ډيری ژمنې په ځای پاتې دي.



