د افغانستان په پوله نښته کې ۵ تاجکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۳) د افغانستان سره په ګډه پوله د تاجکستاني ځواکونو او د مخدره توکو د قاچاق کوونکو تر منځ نښتې پنځو تاجکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د تاجکستان د ملي امنيت کمېټې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، له سيمې څخه تېرېدونکو قاچاقبرانو د دغه هېواد په سرحدي ځواکونو وسله وال بريد کړی، په ترڅ کې يې يو ډګروال وژل شوی او څلور عسکر نور ټپيان دي.

نښته د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان د شمس الدين شاهين د لنګريها په سيمه کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د قاچاقبرانو د تلو مخه نيولې او وروسته نښته رامنځته شوې، چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د افغانستان د تخار ولايت څلور ولسوالۍ د تاجکستان سره ۱۴۳۰ کيلومتره ګډه پوله لري، چې وخت ناوخت پرې د مخدره توکو قاچاقبران تګ راتګ کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button