کنړ: د پاکستان له لوري توغول شوي توغنديو يو تن وژلی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۳) چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د کنړ پر سرکاڼو ولسوالۍ توغول شوي توغندي يو تن وژلی دی.
د کنړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي، د پاکستان له خاورې د يادې ولسوالۍ پر شونګړۍ دره د توپونو دولس ډزې شوي، په ترڅ کې يې يو ملکي کس وژل شوی دی.
له تېرې څه مودې راهيسې افغان چارواکي ادعا کوي، چې د پاکستان له لوري د دغه ولايت په بېلابېلو ولسوالۍ د توغنديو بريدونه کېږي، چې له کبله يې ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
دغه راز سلګونه کورنيو په سرحدي سيمو کې خپل کورونه او کلي پرېښي نورو ځايونو ته کډوال شوي دي.
څو ورځې وړاندې افغان چارواکو ادعا وکړه، چې پر پاکستان يې ځوابي ډزې کړي، چې ورسره د هغوی توغندي بريدونه کم شوي دي.
په داسې حال کې پر کنړ د نويو بريدونو راپور ورکول کېږي، چې دوه ورځې مخکې د افغانستان له لوري لوی درستیز جنرال حبیب الله حصاري په مشرۍ یو افغان پوځي پلاوی اسلام اباد ته د خبرو له پاره تللی و.



