ولسي جرګې ۱۱ نوماند وزيرانو ته د باور رايې ورکړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۳) د افغانستان ولسي جرګې نن د دوشنبې په ورځ ۱۱ نوماند وزيرانو ته د باور رايې ورکړې او يواځې يو کانديد ونه توانېد چې ټاکلې رايې ترلاسه کړي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته ګل اغا شيرزی، د کليو د بيا رغونې وزارت ته مجيب الرحمن کريمي، د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نصير احمد دورانی، د ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته شهزاد ګل اریوبي، د کورنيو چارو وزارت ته ويس احمد برمک، د ترانسپورت وزارت ته حميد طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت لپاره نجيب الله خواجه عمري، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته فيض الله ذکي او د فوايدعامې وزارت لپاره يما ياري د باور رايې خپلې کړې.
حکومت د روان کال د ليندۍ په څلورمه دولس کانديد وزيران د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي و.
په دغو ۱۲ کانديدانو کې يواځې د کانونو او پترلويم وزارت لپاره کانديده نرګس نهان ونه توانېده چې د ۱۷۳ موجوده وکيلانو څخه ۱۱۳ د باور رايې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې په پرله پسې ډول له حکومته غوښتنه کوله چې ټول کانديد وزيران دې جرګې ته معرفي کړي.
خو حکومت تراوسه د بهرنیو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو لپاره کاندید وزیران ولسي جرګې ته نه دي معرفي کړي.



