په اماراتو کې له اقتصادي کنفرانسه د سولې تمه

سرلیکنه
په افغانستان کې چې د جګړې لپار له بهره څومره کار روان دی او له هر لوري د افغانانو د وژلو لپاره د جګړې وسايل برابرېږي، دومره کار سولې ته نه کېږي، نه شوی دی او نه د افغانانو اقتصاد دومره پياوړی شوی دى چې په افغانستان کې له بهره تپل شوې جګړې ته د پای ټکى کښېږدي.
په افغانستان کې د سولې لپاره تش په نامه غونډې شوې دي او په بهر کې هم همدا ډول غونډې کېږي؛ د دې لپاره چې د افغانانو تر څنګ د نړيوالو پام سولې ته واوړي او د جګړې په دوام څوک نيوکې ونه کړي.
تېره ورځ په ارګ کې له يوې غونډې وروسته اعلان وشو چې عربي امارات به ډېر ژر له افغانستان سره د مرستې په اړه د ستر کنفرانس کوربه توب وکړي.
دا مرسته په اصل کې په نورو برخو کې ده، خو اشرف غني ترې د سولې او د جګړې د پای ته رسېدا تمه کوي.
دوه کاله دمخه، د ٢٠١٥ميلادي کال د مئ په دویمه او درېمه، په قطر کې د افغانستان په اړه دوه ورځنى سيمننار وشو چې يو شمېرغير حکومتي افغانانو پکې ګډون درلود. خو هغو ټولو هڅو، چې د سيمې د هيودونولخوا د سولې لپاره پیل شوې وې، ثمره ورنه کړه.
اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو کې د افغانستان د سولې په اړه په ابوظبۍ کې له شيخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وليدل. هغه وخت هم عربي هېوادونو په سوله کې د مرستې وعدې ورکړې وې، خو جګړه افغانستان ته د بهرنيو پو ځونو په بيا رالېږلو نوره هم سخته شوه.
تر نورو هېوادونو، چې په افغانستان کې د روانې جګړې له دوام سره مرسته کوي، موږ په يوه اسلامي هېواد کې د سولې په اړه د غونډې ملاتړ کوو، خو د هغه سولې چې هغه د افغان ولس لپاره د تلپاتي امن سوله وي، د هغه سولې چې ابتکار یې د افغانانو په لاس کې وي، د هغه سولې چې هغه يواځې او يواځې د افغانانو ترمنځ وي، نه دا چې سوله د افغانانو وي او واک یې له نورو سره وي.
تراوسه چې په افغانستان کې سوله نه ده کامیابه شوې او د تېر په څېر جګړه ورځ په ورځ پراخېږي، لامل یې دا دى چې په غونډه کې افغانان برخه واخلي خو رول یې د يوه ناظر په څېر وي، هيڅ واک ورسره نه وي او بايد د سولې واک ونه لري، ځکه چې موجوده حکومت افغانانو نه، بلکې د جانکېري جوړ کړى حکومت دى، اشرف غني او ډاکټر عبدالله یې د څوکيدارانو په شکل ورته معرفي کړي دي.
ارګ ويلي چې په متحده اماراتو کې کنفرانس به له سولې سره مرسته وکړي، خو د مالوماتو له مخې په دغه کنفرانس کې به د څلورو محورونو پر بنسټ د اماراتو انکشافي صندوق له لارې د افغانستان کې د پروژو د ملاتړ، د پانګونې، بازارموندنې او کارموندنې په اړه بحث وشي چې په دې لاره کې کاميابي د سولې په اړه پوره مرسته کولاى شي.
په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته اشرف غني ويلي چې متحده عربي امارات د لومړي عربي هېواد په توګه د افغانستان له هوايي قواوو سره مرستې ته چمتوالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد به د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
اشرف غني چې بهرنيو هېوادنو ته سفر وکړي او هلته ورسره څوک په زراعت او مالدارۍ کې هم د مرستې وعده وکړي، وايي، د افغانستان په سولې کې پوره مرسته کوي.
دا خبره حقيقت ده چې د اقتصاد پياوړتيا له سولې سره مرسته کوي. خو هغه اقتصاد چې د خپل هېواد د توليداتو اقتصاد وي، د نورو د خيراتونو او مشروطو مرستو په اقتصاد هېواد ته سوله نه شي راتلاى.



