خلافته! خوارج تور وي او که سپین؟/ هېواد ریان

د خوارجو تاریخ او دریځ ټولو ته معلوم دی او دلته نه غواړم چې د لوستونکو وخت پرې ونیسم.
د ننگرهار یو ملگري راته یوه کیسه کوله، چې د خلافت غږ راډیو څو ساعته خپرونې ټولې پر طالبانو راڅرخي او په بېلابېلو نومونو یې یادوي او حتی کنځلې هم ورته کوي.
دوی ټولو طالبانو ته مرتدین(العیاذ بالله) وايي او هغه خلک هم مرتد بولي، چې د دوی د یوې ولسوالۍ له خلافت سره بیعت نه کوي.
د مسلمانانو اخېري خلافت د عثمانیانو وو، چې د کمال اتاترک په لاس ړنگ شو او بیا مسلمانان په یوه مرکز راټول نه شول. په ۲۰۱۴ کال کې د ابو بکر بغدادي په مشرۍ په عراق کې د خلافت غږ پورته شو. په لومړیو وختونو کې د زیاتو مسلمانانو هیلې همدې خلافت ته وې. د موصل ولایتي خلافت د یوې میاشتې وروسته فتواوو ته کش ورکړ او له ټولو جهادي ډلو یې وغوښتل چې له دوی سره بیعت وکړي او که نه د دوی جهاد نه سهي کېږي.
د خلافت مفتي القاعده، حماس، بوکو حرام، جبه النصره، طالبان، پاکستاني طالبان، چیچنایان، ازبک مجاهدین او لسګونه نورې جهادي ډلې مرتدې وبللې او تر ټولو غټ گواښ یې حماس ته کړی و.
د بغدادي مفتي حماس ته ویلي وو؛ که بیعت ورسره ونه کړي؛ نو د فلسطین ویالې به د حماس د جنگیالیو په وینو ډکې کړي.
د دغه خلافت سر افغانستان ته راورسېده او د شینوارو خلک یې کورونو پرېښودو ته اړ کړل. د خلافت د تورې پردې تر شا ورو ـ ورو سپین مشالونه بل شول او د دوی اصلي څېره یې ټولې نړۍ ته روښانه کړه.
د خلافت تر ټولو لوی دښمنان شیعهگان او حنفي مسلمان دي. د خلافت مدعیانو د بیت المقدس اشغال هېر کړ؛ خو د خلافت مرکز یې د اچین، هسکې مېنې او کوټ ولسوالۍ کړې.
خلافتیانو د اسراییلو په هر ظلم چوپتیا اختیار کړه؛ خو حماس یې د اسلام څخه وتلي خلک ووبلل. دوی په افغانستان کې د مېشتو یرغلگرو پر هر بمبار چوپ پاتې شول؛ خو د ټوپک شپېلۍ یې پر طالبانو ور واړولې.
خلافت اوس خپله لمن خوږیاڼیو ته هم ورغځولې ده او د خلافت له وېرې د خوږیاڼیو زرگونه کورنۍ د ننگرهار نورو سیمو ته کډه شوي. د خوږیاڼيو خلکو د امارت تر سیوري لاندې ۱۶کاله تېر کړل؛ خو د خلافت له غږ یې خپلې ډکې مېنې پرېښودې او نورو سیمو ته کډه شول.
خلافتیانو ته د خوږیاڼیو د مظلومو خلکو څاروي هم غنمیت ښکاره شول او ان چرگان یې هم له ځانونو سره یوړل.
خلافتیان دې نور عام خلک په تشو غولیدونکو شعارونو نه غولوي. دوی نه داسې خلافت غواړي او نه خلافت په داسې جاهلانو راتللی شي، چې امریکايي الوتکې ورته وسلې او مهمات راوړي او مشران یې د امریکا په سفارت کې ناست وي. خلافت د داسې خلکو په خبرو هم نه راځي، چې د راډیو مرکز یې د امریکايي عسکرو په اډه کې وي او د امریکايي عسکر په ژباړل شوي متن عام خلک مباح الدم گڼي او وژنه یې روا بولي.
خلافت دې خپل ټغر له دې خاورې ټول کړي او د بغدادي ارمانجن خلافت دې بېرته موصل او یا هم بغداد ته یوسي….



