امریکا ته د ۶ مسلمانو هیوادونو د اتباعو په ورتګ رسماًبندیزونه ولګول شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۴ فرید افغان)
د امریکا سترې محکمې د قانوني ننګونو سره سره، د ولسمشر ټرامپ هغه فرمان ومانه چې پکې پر څو هیوادونو امریکا ته د ورتګ د بندیز غوښتنه شوې وه.
.
د بلومبرګ خبري آژانس په راپور کې راغلي چې، د امریکا سترې محکمې د مسلمانو هیوادونو په اتباعو د سفر د ممنوعیت قانون چې د مخکې یې مخالفت کاو، اوس یې د اجرا کولو اجازه ورکړې ده.
دا فرمان په تیر کې د یوې فدرالي محکمې لخوا تړلی و او یواځې د شمالي کوریا او وینزویلا پر افرادو باندې تطبیق شوی و، خو اوسمهال له قانوني ننګونو سره سره د دې هیوادونو پر اتباعو هم پلی شو.
د محکمې قاضي هغه مهال ویلي و چې ولسمشر ټرامپ د ۶ مسلمانو هیوادونو د سفرونو د مخنیوي واک نه لري نو پر همدې اساس د ده فرمان به ټول نه عملي کیږي.
په یادو ۶ هیوادونو کې (ایران، چاد، سوریه، سومالیا، لیبیا و یمن) شامل دي.
دا فرمان په تیر کې نسبتاً عملي شوی و چې د دې هیوادونو یواځې هغو کسانو امریکا ته سفرونه کولی شول چې په امریکا کې یې کاروبار درلود، یا یې هم له امریکایي ادارو سره اړیکې درلودې، خو اوس د دې هیوادونو هیڅ اتباع نه شي کولی ترڅو امریکا تخ سفر وکړي.
د ۶ مسلمانو هیوادونو په اتباعو بندیز د اکتوبر په دوهمه لګول شوی و چې اوس به له یوې مخې عملي بڼه خپله کړي.



