باجوه: هند د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزير جيمزمتېس او د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمرجاويد باجوه د راولپنډۍ په يوه پوځي مرکز کې سره وليدل.
د جنرال باجوه او متېس تر منځ د سيمې د امنيت، د افغان مهاجرينو د بېرته تګ پر لارو چارو، په افغانستان کې د وسله والو د مرکزونو په شتون او د دواړو خواوو تر منځ د باور رامنځته کولو پر سر خبرې وشوې.
د پاکستان د پوځ مشر وويل، پاکستان ژمن دی چې د سيمې د امنیت لپاره کار وکړي، خو په افغانستان کې د هند د رول په اړه اندېښنه لري او د دوی پرضد کارول کېږي.
زياته يې کړه، پاکستان د سيمې د امنيت لپاره له خپلې برخې زيات کار کړی او غوښتنه يې وکړه چې له امريکا څخه يواځې د باور کولو تمه لري.
دغه راز د امريکا د دفاع وزير يو ځل بيا وويل، چې ځينې وسله والې ډلې د پاکستان له خاورې په افغانستان بريدونه کوي.
متېس وويل، د هغه هدف يواځې د پاکستان نه غوښتنې نه دي، بلکې په خبره يې د امريکا له خوا پر پاکستان نيوکو لپاره د حل لاره ولټول شي څو دواړه اړخونه د ترهګرۍ پرضد ګډ کار وکړي.
د امريکا او پاکستان لوړپوړي پوځي مشرانو په دې توافق کړی چې پر يوبل د باور رامنځته کولو او اندېښنې ليرې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.
د روان کال په لومړيو مياشتو کې هم د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس زکريا ادعا کړې وه چې هند د دوی پر ضد د افغانستان خاوره استعمالوي.
خو افغانستان د هغوی دغه ادعا رد کړې وه.



