فیسبوک د ماشومانو لپاره ځانګړی مسنجر جوړ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۴ فرید افغان)

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د راپور تر مخه، د فسبوک ادارې اعلان کړی چې د ماشومانو لپاره د غږیزو او انځوریزو پیغامونو استولو او ویدیويي تماس نیولو لپاره ځانګړی میسنجر یې جوړ کړی دی.

دا Messenger Kids نوم لري، د دې مسنجر ځانګړتیا داده چې، ماشومان کولی شي همیشه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره په تماس کې وي او تر ۱۳ کلنۍ ښکته ماشومان به ترې استفاده کولی شي.
د فسبوک ادارې ویلي چې، والدین به د دې پروګرام په مټ کولی شي دخپلو ماشومانو ټول تماسونه وڅاري.

د ادارې په خبره؛ په دې پروګرام کې تبلیغاتي پروګرامونه نه دي ځای شوي او یواځې به یې هغه ماشومان چې د فسبوک په کارولو نه پوهیږي کاروي.
اوسمهال دا پروګرام د امریکا د جغرافیې لپاره ځانګړی شوی او د نړۍ په نورو سیمو کې ترې ګټه نه اخیستل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button