په بګرام هوايي ډګر توغندي وار شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) نن سهار د کابل شمال ته په پروان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو په ستر پوځي مرکز بګرام هوايي ډګر توغندي وار شوي دي

له سيمې څخه د کابل ټکی کام خبريال وايي، دغه توغندي څو شېبې مخکې وار  شوي، په خبره يې چې د بګرام هوايي ډګر په داخل کې لګېدلي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نشته.

بګرام هوايي ډګر ته نږدې يوې امنیتي سرچينې چې په سیمه کې د څو امنيتي پوستو مشري په غاړه لري د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، توغندي د بهرنيانو په ځانګړو ځايونو لګېدلي، ښايي ځاني زيان يې اړولی وي.

تر اوسه بهرنيو ځواکونو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي، توغندي په هدف لګېدلي او بهرنيو ځواکونو ته دروند مالي او ځاني زيان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير جيمز متېس پاکستان ته تللی او ښايي په ناڅاپي سفر افغانستان ته هم ولاړ شي.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په هوايي اډه د توغنديو بريدونه کوي، چې بهرنيو ځواکونو ته پکې تلفات اوړي، خو د بهرنيانو د پاليسۍ له مخې هغوی خپل تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button