فراه: بالابلوک کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) له تېرو څو ورځو راهيسې دولتي ځواکونه د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه تللي و، خو طالبان وايي عسکرو ته يې درانه تلفات اړولي او قوه يې تېښتې ته اړ کړې ده.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، هغه قوه يې په شاه کړې چې د تېرې مياشتې په ۲۷ نېټه يادې ولسوالۍ ته ورغلې وه او غوښتل يې په شيوان، کنسک، ګراني، ګنج اباد، خواجه خدر او نورو سيمو کې پوستې جوړې کړي.

زياتوي، په دولتي ځواکونو د بريدونو او چاودنو په ترڅ کې ۳۵ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

طالبانو ادعا کړې، په دغو بريدونو کې يې د دولتي ځواکونو دوه لوډر او نهه ټانګونه په مکمله توګه له منځه وړي دي.

د فراه ولايت يوې امنيتي سرچينې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې تاييد کړي وايي، په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

په دغه جګړه کې طالبانو د خپلو ۱۱ ملګرو ټپي کېدل او يو تن وژل کېدل منلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د جګړې پر مهال دولتي ځواکونو د غټو توپونو مرمۍ ويشتلې چې له کبله يې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپيان دي.په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.

د بالابلوک ولسوالۍ د ګنج اباد سيمې يوه اوسېدونکي هارون کابل ټکی کام ته وويل، دولتي ځواکونو له ځان سره لوډرې او ټکټرې هم وروستې وې، چې د عامو خلکو لسګونه کورونه يې نړولي او کروندو ته يې زيانونه اړولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button