د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی؛ د حکومت پرمختګ

تبصره
په ارګ کې چې څومره غونډې شوې او کېږي، که په هره موضوع وي، خو د ارګ دنده دا ده چې د حکومت لاس ته راوړنې او پرمختګونه وستايي. تېره ورځ یې هم د خپلو پرمختګونو او لاس ته راوړنو ستاينه وکړه چې تر نورو ګډونوالو یې په ارګ کې درې درځنو مشاورينو په چکچکو ګرمه بدرګه وکړه.
هر وخت چې حکومت د خپلو لاسته راوړنو يادونه کړې ده، ورپسې د کومې نړيوالې ادارې لخوا يو بدمرغه راپور خپور شوی دى. له دې غونډې وروسته يوناما په خپل راپور کې څرګنده کړه چې د روان ٢٠١٧ز کال په تېرو نهو مياشتو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ژوبل شوي دي. که دا د ۲۰۱۶ کال د همدغې مودې له ولسي تلفاتو سره پرتله شي، د ملکي وګړو وژنه ٥٢ سلنه زیاته شوې ده.
په افغانستان کې چې هر کال د ملکي وژنو په اړه راپور خپرېږي، د ملکي وګړو د وژنو مسئوليت بهرنيانو ته راجع کېږي، خو د همدغه حکومت چارواکي بيا په افغانستان کې د بهرنيو شتون د افغانانو لپاره ګټور بولي.
اوس هم چې يوناما کوم راپور خپور کړ، د ملکې وګړو د مرګ ژوبلې لامل یې د بهرنيانو بمباري وښوده. له کومې ورځې چې د افغانستان لپاره په نوې ستراتيژۍ کې، په افغانستان کې مېشتو بهرنيو پوځونو ته د بمباريو واک ورکړل شوی دی، له هغې ورځې د ملکې وګړو د وژنو کچه لوړه شوې ده؛ خو حکومت یې خپله لاسته راوړنه او پرمختګ بولي.
که حکومت هر څو د ملکي وګړو وژنې پر طالب وسله والو وراچوي، خو يوناما په څرګند ډول ليکلي چې افغان او بهرني ځواکونه پر داعشيانو، طالب وسله والو او يا پر نورو مشکوکو وسله والو باندې هوايي بریدونه کوي، خو په دغه ياده موده کې ډېری وژنې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې شوې دي چې حکومت او بهرني ځواکونه په هېڅ ډول له دې راپوره سترګې نه شي پټولاى.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ سي.اې.پي.جي هم ويلي دي چې په تېره میاشت کې د افغاستان په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي. خو وايي چې د اکتوبر په میاشت کې بیا ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
دمخه به حکومت او د بهرنيو پوځونو قواماندانان له خپلو کړنو منکر وو او د دا ډول وژنو پړه به یې پر طالب وسله والو وراچوله، خو يوناما په خپل راپور کې د حکومت او د بهرنيو ځواکونو کړنې (د ملکې وګړو وژل) رسوا کړې.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان، نيکولسن، هم د کندز د پيښې په څېر اعتراف کوي او له افغان ولسه بخښنه غواړي، خو حکومتي چارواکي د ارګ په غونډو کې د افغان ولس وژنې خپل پرمختګ او لاس ته راوړنې بولي.



