ننګرهار کې د ايډز ناروغۍ ۱۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) د ننګرهار د عامې روغتيا مسئولين وايي، په دغه ولايت کې د ايډز ناروغي مخ پر زياتېدو ده او د ۲۵۱ مشکوکو کسانو له ډلې ۱۴۹ تاييد شوې پېښې ثبت شوي دي.
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر شعيب سهاک د ايډز د نړيوالې ورځې د لمانځ غونډې پر مهال وويل، دغه ولايت کې د ۲۵۷ مشکوکو پېښو راپور ورکړل شوی چې له جملې يې ۱۴۹ پېښې د وي سي ټي له مرکز څخه تاييد شوي دي.
ډاکټر سهاک زياته کړه، په دغه شمېر کې ۶۸ سلنه نارینه، ۲۲ سلنه ښځینه او ۱۰ سلنه کوچني ماشومان شامل دي.
هغه وويل، د ایډز ورځې د لمانځلو موخه يې خلکو ته د دغې ناروغۍ څخه د مخنيوي لارې چارې ښودل، په ناروغۍ د اخته کسانو سره د کرکې او نفرت له منځه وړل او هڅه دا ده چې دغه ناروغي کنترول شي.
په ننګرهار کې د ايډز کنترول پروګرام مشر ډاکټر نور حسن بشريار وويل، د دغې ناروغۍ د کچې ټیټولو په موخه په ولايت او په يو شمير ولسواليو کې مرکزونه پرانيستل شوي وايي: (د VCCT مرکز د ولسوالیو په کچه د BPHS سره مدغم VCCT مرکزونه، دوه د DIC مرکزونه چې د ننګرهار په محبس او د متعادینو په برخه کې د HIV د کچې ټیټولو په برخه کې فعالیت کوي او د PMTCT مرکز چې له مور څخه ماشوم ته د HIV د انتقال مخنیوی کوي عملاً خپلې چارې پر مخ بیايي).
وړمه ورځ په کابل کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د چارو مرستيال ډاکټر فدامحمد پيکان ويلي و، سږ کال د اچ اى وي له ٢٥٢٢ثبت شويو مثبتو پېښو ٧٥سلنه برخه نارينه او ٢٥سلنه مېرمنې دي.
ايډز يا HIV ناروغي د پېچکاريو د ګډ استعمال، د نامشروع اړيکو له لارې او د مور څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.



