ملګري ملتونه: ۳۹ سلنه افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۴ –
ملګرو ملتونو د سږکال په خپاره کړي ۴۰ مخیز راپور کې د افغان وګړو ستونزې، بیوزلي او بشري مرستو ته د هغوی اړتیا ته اشاره کړې ده.
په دې راپور کې د افغانستان ټول نفوذ ۳۴ میلونه اټکل شوی چې ویل شوي، له دې ډلې یې څو میلونه وګړي له سختې بیوزلي کړیږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږي کوونکي دفتر ویاند فلیپ کروپف رسنیو ته ویلي چې، د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده او په اوسط ډول د هرو۱۰۰۰ زیږیدونکو ماشومانو له ډلې۷۰ تنه مري.
د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور زیاتوي چې د افغانستان ۲ میلونه وګړي د خوړو له پاره کافي څه نه لري، او د شاوخوا ۳۴،۵ میلیونه نفوس له ډلې یې ۳۹ سلنه په بې وزلۍ کې ژوند کوي
راپور کاږي، په روان میلادي کال کې تر اوسه شاوخوا ۳۶۰ زره خلک د جګړو له کبله له خپلو کلیو او ښارونو بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو راپور د راستنیدونکو کډوالو په هکله هم خبرداری ورکړی دی او زیاتوي چې د ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه د۵۶۰ زرو افغانان بیرته راستنیدو هم د فقر په زیاتوالي اغیز ښندلی دی.
د راپور تر مخه، اوسمهال د ۹۰۰ زرو په شمیر کې افغانان په نامناسبو شرایطو کې په کمپونو کې ژوند کوي.
راپور کې د ښوونې او روزنې چارو ته هم کتنه شوې او ویل شوي چې ۳،۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.
همداراز تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومانو ۴۰ سلنه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزو کړیږي.
راپور وایي چې راتلونکي کال کې به ښایي ۳.۳ میلونه افغانان له سختې لوږې او بیوزلۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږي کوونکي دفتر ویلي دي چې په پام کې لري په راتلونکي کال کې له غړو هیوادونو ۴۳۰ میلیونه ډالره مرسته وغواړي ترڅو له ۲،۸ میلیونه اړمنو کسانو سره مرسته و کولی شي.



