خدای لپاره

شاعر  جبیر احمد مشهود

شهادته ځم تر ستړی انتظاره
نور می هله غیږ کی نیسه خدای لپاره

د پتنګ غوندی لمبو سره کړم مینه
د وصال که راته لنډه کړې دا لاره

د خبیب او د منصور پر پله روان یو
دا سرونه وړو دې لار کی ان تر داره

بلالی عشق مو په زړو کی کښت کرلی
په احد احد نعرو یې کړو اظهاره

د ضرار ابن ازور په قدم درومو
باک مو نشته د رقیب له هر ازاره

د حمزه له ژونده ډیر څه مو زده کړی
ځكه روح ورځنی ځی له استعماره

چی قربان شم ستا په نوم دا می ارمان دی
لټوم په دا ارمان شپې تر سهاره

پاكه خدایه دا ارمان د مشهود پوره کړې
خوند به واخلی رنګ په وینو له سینګاره

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button