د شرم له پاسه شرم

جواد څارګر

د افغانستان دبیارغونې پر چارو دمتحده ایالاتو دحکومت، دسرمفتش دفتر یا سیګار په یوه تازه راپور کې ویلي؛ افغان پوځ ته د ورکړل شویو پیسو، ډېره برخه په بچه بازۍ او د پۍ مخو هلکانو په تښتولو مصرفېږي.

سیګار زیاتوي؛ امریکايي پوځیانو ته له مخکې ویل شوي و چې دافغان ځواکونو په لیکو کې دبچه‌ بازۍ، او جنسي ځورونې مخنیوی ممکن کار نه‌ دی او…….

په خدای زښته شرم دی چې دسوال، او خیرات پر پیسو بچه بازي او خرمستي ترسره شي، او تر دې زیات شرم دادی چې یو داسې هیواد پیغور درکوي، چېرې چې بچه بازي ته دهمجنسګرایي پر نوم قانوني جواز حاصل دی، او تر نیمایي زیات نسل یې ولدالزنا (حرامیان) دي.

دسیګار راپور درواغ نه دی؛ په هیواد کې هغه څه روان دي، په الله قسم چې موږ ته یې ویل، او لیکل عیب ښکاري.

دجنرال رشید دوستم او ایشچي قضیه لا هماغسې ګونګه پرته ده، ورپسې دیوې نجلۍ سره دیو پوځي ډګروال انځورونه رسنیز شول او تر هغې وروسته له میدان وردګو، دیوه بل ډګروال داسې شرمناک ویډیویي کلیپ، په خواله رسنیو خپور شو چې ورکې ډګروال دیوه لغړرني هلک سره پر لپچوشي لګیا وي.

همدا نن له بامیانو ولایت یو راپور راغلی چې دوو لوړ پوړو چارواکو پر یوه نجلۍ جنسي تېری کړی او…..

تر دې وړاندې یو بل شرمونکی راپور دا و چې د اردو دوژل شویو عسکرو له کونډو دځینو پوځي مسؤلینو له لورې، د خپلو حقوقو غوښتلو پر مهال دهوس د اشباع غوښتنې کېږي.

پورتنۍ ناخوالې او ناروا کړنې هغه دي چې هره ورځ په رسنیو کې ښکته ـ پورته کېږي؛ تر دې سختې، ناولې او غیر اسلامي کیسې او کړنې روانې دي، او له داسې کیسو هم خبر یو چې قلم یې په لیکلو شرمېږي، او منحیث یو افغان ماته یې هم، ضمیر د را برسېره کولو اجاره نه راکوي.

آخر به څه کېږي؟!

داهغه پوښتنه ده چې ځواب یې هیڅوک نه لري، چارواکي همدا غواړي او غربیان همدا هیله لري چې د افغانانو اسلامي او سنتي ټولنه، په غربي او حیواني ټولنه بدله شي.

رسنۍ درګرده لګیا دي دفحاشۍ ترویج ته کمپاین کوي، له ارګ څخه خپرېدونکی سایټ او ورځپاڼه سرخط، هره ورځ دهالیووډي او بالیووډي نجونو، نیمه لوڅ انځورونه په ډېره سپین سترګۍ خپروي، او بې بې سي، ازادي او اشنا غږ رادیو ګانې پر دې لګیا دي چې یوه پېغله څنګه کولای شي له کوره وتښتي، او بیا خپل ژوند جوړ کړي.

حالات ورځ تر بلې خرابېږي او د افغان ټولنې دتخریب او انحراف ګړندۍ هڅې روانې دي؛ که ملت همداسې بېغوره پاته شي، لېرې نه ده چې داړونکي لیوان یې تر دروازو ورسېږې، او دا به هغه وخت وي چې ملت به دمچ په څېر تر لاسونو مروړلو هاخوا بل هیڅ ونه لري.

د افغان ولس د ویښتابه په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button