دکابل ښار د پل خشتي جومات د بیا رغونې چارې پیل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۴ فرید افغان)

د کابل ښار د پل خشتي تاریخي جومات د بیا رغولو چارې نن ورځ د ښار جوړونې د وزیر سید منصور سعادت نادری له خوا رسماًپیل شوې.

د ښار جوړونې وزیر په دې اړه جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د پل خشتي جومات د جوړولو چارې یې د خپلو تر لاس لاندې پروژو په سر کې ځای لري او له همدې نن ورځې څخه یې د بیا جوړولو کار پیلوي.

نادري زیاته کړه، د پل خشتي په جومات ټولټال ۱۱۷ میلونه افغانۍ مصرف راځي چې تر ۱۳۹۸ کال پورې به یې ټولې چارې بشپړې شي.

د حج او اقافو وزیر له نادري څخه مننه وکړه چې د دې جومات د بیا رغونې لپاره یې اقدام کړی دی.

د پل خشتي د تاریخي جومات د بنسټ ډبره په ۱۱۸۷ کال کې د تیمورشا په واکمنۍ کې کیښودل شوه او چارې یې د شاه زمان په وخت کې بشپړې شوې.

دا جومات په ۱۳۳۴ کې د اسلامي هیوادونو د لویو جوماتونو په طرز او طریقه د پخواني باچا ظاهرشاه په واکمنۍ کې جوړ شو.

د یادونې وړ ده چې دا جومات د کابل په تاریخي جوماتونو کې تر ټولو لوی او پخوانی جومات دی چې په یو وخت کې د زرګونه لمونځ کونکو د ځایولو وړتیا لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button