امریکا وایي بیت المقدس به د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۵ فرید افغان )
لوړ پوړو امریکایي چارواکو ویلي چې نن د چهارشنبې په ورځ به بیت المقدس ته د امریکا سفارت د نقلولو رسمي اعلان وکړي، د سفارت تر نقلولو وړاندې مهمه ده چې لومړی امریکا په رسمي توګه بیت المقدس د یهودیانو د پلازمینې په توګه ومني.
په همدې هکله ولسشمر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د فلسطین مشر محمود عباس، د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته تلیفونونه کړي دي.
محمود عباس او د سعودي باچا ملک سلمان ټرمپ ته ویلي چې د امریکا دا ګام په سیمه کې حساسیتونو ته د لمن وهلو په معنا ده .
سعودي باچا ویلي چې که امریکا دا کار وکړ نو د نړۍ د مسلمانانو غبرګونونه به را وپاروي.
همداراز د ترکیې ولسمشر ګواښ کړی چې که اسرائیلو بیت المقدس ته خپل پایتخت ولیږداوو، دوی به ورسره ټولې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې قطعه کړي .
اردوغان ویلي چې که په راتلونکو څو ورځو کې دا چاره ترسره شوه دوی به د اسلامي همکاریو د سازمان د غړيو هیوادونو مشران استانبول ته راوبولي او د دوی پر وړاندې به د پاڅون اعلان وکړي.
پر همدې مهال اسلامي همکاريو سازمان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې که امریکا بیت المقدس ته د خپل سفارت انتقالولو پريکړه وکړه نو د اسلامي همکاريو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه به ورسره خپلې اړيکې غوڅې کړي.
په همدې تړاو د روسیې ولسمشر پوتین، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، د عیسویانو د کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسس او ګڼو نورو نړیوالو څیرو له فلسطیني مشر محمود عباس سره خبرې کړې او له هغه یې ملاتړ اعلان کړی دی.
د یادونې وړ ده چې نړیواله ټولنه د بیت المقدس ټوله سیمه د اسرایل ملکیت نه بولي ځکه چې دغه سیمه د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو ګډه مقدسه سیمه ده.
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د ټرمپ مرستیال مایک پنس د یهودانو په یوه غونډه کې ویلي وه چې ټرمپ بیت المقدس ته د سفارت د انتقال په موضوع کې جدي دی.



