د مشهور فيلسوف أبونصر فارابي علم او پوهه

لیکونکۍ عبدالرحمان محمود

يوه ورځ فارابي د هارون رشيد د ماڼۍ په سايه کي ويده شو، کله چي د خوبه کښيناست د ماپښين وخت وو لمونځ يې وکړ أو څه لږ خوراک أو څښاک يې وکړ بيا پريووت د خوب اراده يې وکړه، د هارون رشيد ورته پام وو، هارون رشيد ورته راغى ورته ويې ويل چي أيا ستا لپاره مناسبه نده چي مسجد ته ولاړشي أو هلته قرآن کريم زده کړې، فارابي ورته وويل تاته چا ويلې چي زما قرآن کريم نده زده بلکې ما قرآن کريم په وه قرائته سره زده دى، هارون رشيد ورته وويل چي بيا أحاديث مبارکه زده کړه، فارابي ورته وويل چي صحاح ستة مي ټول ياد دي أو نور زرګونه أحاديث أو فروعات سبعه مي هم ياد دي، هارون رشيد ورته وويل چي بيا د فقهې څلور مذاهب ياد کړه، فارابي ورته وويل چي څلور مذاهب مشهوره مي هم ياد دي أو پنځه مي نور مذاهب ياد دي چي أوس پاته شوي دي.
هارون رشيد ورته وويل چي له دي څخه معلوميږي چي تاسو هيڅ څه ته هم احتياجې نلرى، فارابي ورته وويل چي داسي څه نسته چي زما سره دي موجود نوې، زه دلته يواځې أو يواځې د الله جل جلاله د بندګۍ أو عبادت لپاره يم.
هارون رشيد ورته وويل چي داسي کوم دليل لرې چي موږ پوه شو چي تا دغه ټوله زده دي؟ خوښه دي نده چي امتحان درڅخه واخلو، فارابي ورته وويل چي بالکل يې واخلئ حاضر يم.
هارون رشيد فرمان صادر کړ، علماء محدثين فقهاء أو قاريان يې را جمعه کړل، حتى کسب کاران يې هم را جمعه کړل لکه نجار أو حداد وغيره، هارون رشيد ورته وويل چي دغه شخص دعوه کوي چي په هر فن کي مهارت لري أو زما اراده ده چي امتحان يې کړم تاسو راسره موافق ياست؟ هغوى ټول ورته وويل چي هو.
فارابي و هارون رشيد ته وويل چي مناظره به په دي طرز وي، د هر فن ماهر به د هغه فن متعلق لس پوښتنې را څخه کوي که په يوه جواب کي خطاء شوم زه مهزوم أو بايلونکى يم، أو زه بيا د دوى څخه د هغه فن متعلق درې سواله کوم که د يوه جواب يې راکړ بيا هم زه بايلونکى يم.
أول اصحاب القرائات دوهم محدثين بيا فقهاء بيا ورپسي أصحاب الصناعات ټولو خپلې پوښتنې ورڅخه وکړي، فارابي په نمبر سره د ټولو جوابونه ورکړل، وروسته فارابي د هر فن د ماهرينو څخه خپلې درې پوښتنې وکړې هغوى ټول ورته عاجزه سوه، خلاصه داچي مناظرې څلويښت ورځې وقت واخيست، أو فارابي کامياب سو.
هارون رشيد ورته وويل چي ستا رقم سړې سره مناسبه نده چي د دومره علومو سره همداسي عبث وخت تيروې خوښه دي نده چي مدرسه درته افتتاح کړم، فارابي ورته وويل چي نه، زه په خپل ځان مشغول يم.
هارون رشيد ورته وويل چي خدمت وکه، سره زر به درکړم، فارابي ورته وويل چي علم الکيمياء مي زده دى ستا سرو زرو ته ضرورت نلرم.
هارون الرشيد ورڅخه مأيوسه سو، فارابي ورڅخه ولاړ.
المصدر: تاريخ الفلسفة ونشأته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button