روسیې د امریکا غږ او ازادۍراډیو د بهرنیو جاسوسي رسنیو په توګه اعلان کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۵ فرید افغان)

روسیې په یوه تازه اقدام کې د امریکا غږ او د آزادې اروپا د آزادۍ رادیو په ګډون ۹ غږیزې او انترنیتي سایتونه د بهرنیو جاسوسي کړیو په توګه اعلان کړې.
روسیې ویلي دا رسنۍ د اروپا او امریکا په ګټه په دې هیواد کې خپلې تبلیغاتي خپرونې مخته وړي او له همدې امله یې د بهرنیانو له خوا د ګمارل شویو جاسوسي رسنیو په توګه یې پیژني.
د روسیې د عدلیې وزارت ویلي چې د دې رسنیو کارمندان تر دې وروسته نه شي کولی چې د روسیې پارلمان او یا مشرانو جګرې ودانۍ ته داخل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې امریکا هم په ورته اقدام کې د روسیې تلویزیوني کانال په جاسوسي تورن کړی و چې بیا وروسته ترې د کانګرس غړو جواز هم واخیسته .
د روسیې عدلیې وزارت ویلي چې د دې رسنیو پر وړاندې غوڅه پریکړه نه کوي او کولی شي د بهرنیو چارو د وزارت څخه د جواز اخیستلو وروسته د دې هیواد راتلونکې ټولټاکنې هم تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو په خبرونو په افغانستان کې هم نیوکې کیږي او هغوی ته د لویدیځو هیوادونو د تبلیغاتي سرچینو په سترګه کتل کیږي.
پوهان وایي رسنۍ څلورمه قوه ده چې د حکومتونو په پرځولو او د ولسونو د اذهانو په تخریبولو کې مهم رول لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button