کرکټ: افغانستان د ۱۳۸ منډو په توپير ايرلنډ ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۵) افغانستان د الکوزي جينسېنګ انرژي جام د درېيو پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو په لومړۍ لوبه کې د ايرلنډ کرکټ لوبډلې ته شپه ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه ايرلنډ وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې .
دغه سيالۍ د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د متحده عربي اماراتو په شارجه نړيوال لوبغالي کې روانې دي.
افغان کرکټ لوبډله کې ناصرجمال او رحمت شاه ښه توپوهنه وکړه ۵۳ او ۵۰ منډې يې جوړې کړې، دغه راز راشد خان ۴۸ او شفيق الله شفق ۳۶ منډې وکړې.
کله چې د توپ وهنې وار د ايرلنډ لوبډلې ته ورسېد په ۴،۳۱ اورونو کې يې سل منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي مجيب ځدراڼ څلور، راشد خان درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي يوه ويکېټ ترلاسه کړه.
په افغان توپ اچوونکو کې مجيب ځدراڼ د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغان لوبډلې او ايرلنډ تر منځ دوهمه پنځوس اوريزه سيالي به سبا د پنجشنبې په ورځ د کابل پر وخت پر درېيو بجو پيل شي.



