سعد الحریري: خپله استعفا بیرته واخیسته

سعد الحریري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۵ فرید افغان)

د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري تیره ورځ اعلان وکړ چې د لبنان د ګتو د تحفظ او د بهرنیو مداخلو د مخنیوي په خاطر له خپلې ورکړل شوې استعفا څخه تیریږي .
نوموړي څو اونۍ وړاندې له سعودي څخه خپله استعفا اعلان کړه چې په لبنان کې دننه یې سخت غبرګونونه راوپارول.
نوموړی له استعفا وروسته د فرانسوي ولسمشر په غوښتنه فرانسې ته ولاړ او له هغه ځایه بیرته خپل هیواد ته ستون شو.
نوموړي خپل هیواد ته له ستنیدو سره سم وویل چې به خپله استعفا له سره غور کوي.
نوموړي یوځل بیا پر ایران تور ولګاو چې په سیمه کې فتنو او شیطانت ته لمن وهي.
په لبنان کې د شیعه حزب الله ډله فعاله ده چې ویل کیږي د ایران له خوا په مستقیم ډول تمویلیږي او د لبنان په حکومت کې هم فعاله ونډه لري.
د لبنان لومړي وزیر داسې مهال بیرته خپلې دندې ته ورګرځي چې ویل کیږي نوموړی اوس هم د حزب الله ډلې له فشارونو لاندې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button