باميان: د جنسي تيري په تور دوه امنیتي چارواکي نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۵) د باميان ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې هغه دوه تنه د امنیت کارمندان نيولي چې پر يوې نجلۍ يې جنسی تيری کړی و.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي، دغه افسران بالفعل د تېري پر مهال د پوليسو په رنجر موټر کې نيول شوي زياتوي چې اوس يې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
هغه وايي، په دې کسانو کې يو يې د باميانو د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مرستيال او بل يې د ملي امنيت ادارې چارواکی دی په خبره يې دواړه په باميانو کې لوړپوړي امنيتي چارواکي ګڼل کېږي.
د ورکړل شويو راپورونو له مخې ويل کېږي، يوه نجلۍ په لاره روانه وه او دغو دواړو چارواکو په زور رينجر موټر ته پورته کړې او پر هغې يې جنسي تېری کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو کمېسيون په خپل تازه راپور کې ويلي، په تېرو ۱۰ مياشتو کې له ښځو سره د زور زياتي ۳۸۰۰ پېښې ثبت شوي، چې له جملې يې ۱۸۶ د جنسي تيري او ۳۸ د جنسي ځورونې پېښې دي.
دا هغه پېښې دي، چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سره ثبت شوي خوځينې سرچينې وايي د هېواد په نورو برخو په ځانګړي ډول په شمالي ولايتونو کې د ښځو د ځورونې پېښې تر دې څو چنده زياتې دي چې ډیری يې د زواکو او چارواکو له خوا ترسره شوي دي.



