چارواکي: ننګرهار کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۵) د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په ترڅ کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي، بريد تېره ورځ د مامندرې په شين چوبي سيمه کې د داعش وسله والو په يوه مرکز شوی دی.
نوموړی زياتوي، په دې بريد کې ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي چې په ډله کې يې مهم کسان هم شته.
د هغه په وينا، په بريد کې د داعش وسله والو يو شمیر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
زياتوي، د بې پيلوټه الوتکې په دغه هوايي بريد کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.
خو تر دې مخکې په هغو سيمو کې چې د داعش وسله والو تر واک لاندې دي، په هوايي بريدونو کې ولسي وګړي هم په نښه شوي دي.



